افغانستانخبرونه

ستره محکمه: شرعي قبالې به په ((کاغذي او برښنايي)) بڼه ووېشل شي

د سترې محکمې مسئولينو پرون د ۱۴۰۲ کال د وري لومړۍ) کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې هېواد کې يې د نويو شرعي قبالو د وېش بهير پيل کړی دی.د سترې محکمې د مسېولنو په وينا، د نويو شرعي قبالو په تړاو يې په (۲۹) مادو کې يو طرزالعمل جوړ کړی چې د اسلامي امارت د کابينې له لوري هم تصويب شوی دی.د ياد طرزالعمل له مخې به له دې وروسته په مرکز او ولايتونو کې خلکو ته نوې شرعي قبالې وېشل کېږي.د سترې محکمې مسئولينو ټينګار وکړ ،چې دغه طرزالعمل يې د شرعي قبالو د وېش بهير ګړندی کولو، د جعلي قبالو مخنيوي او د ملکيتونو د ثبت په موخه جوړ کړی دی.په ورته مهال نوې شرعي قبالې په لوړ کيفيت چمتو شوي او له دې وروسته به په ((کاغذي او برښنايي(( بڼې خلکو ته وېشل کېږي.ستره محکمه داسې مهال هېواد کې د نويو شرعي قبالو د وېش بهير له پيل څخه خبر ورکوي، چې له دې وړاندې د ملکيتونو د ثبت نامظم سېستم او ادارو کې فساد لامل شوی و چې يو ملکيت څو قبالې او څو ځله وپلورل شي.له دې سربېره د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولايتونو کې ګڼ‌شمېر ملکيتونه سند نه‌لري او يا حرفوي قبالې لري ،چې وخت ناوخت يې له امله د خلکو ترمنځ دعوې رامنځته کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *