افغانستانخبرونه

زعفران او پنبه د کوکنارو ښه بديل دی

په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو پر کرلو تر کلک بنديز وروسته داسې ښکاري، چې افغان بزګرانو د بديلو کښتونو پيدا کېدو او کرلو ته مخه کړې ده.کندهار د افغانستان هغه ولايت دی، چې د هلمند او نورو ولايتونو غوندې د کوکنارو کښت په کې خورا ډېر و، خو اوس يې بزګران اړ شوي ،چې په ځمکو کې د کوکنارو پر ځای نور داسې بديل کښتونه وکري چې ګټه يې ډېره وي.سږ کال د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې پر ۱۲هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي ،چې د نورو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.د ياد ولايت د کرنيزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي: د کوکنارو پر کښت له بنديز وروسته، اوس په کندهار کې کروندګرو د زعفرانو کښت ته مخه کړې.
نوموړی رسنيوته ويلي، چې د زعفرانو د کښت د زياتولو لپاره به په راتلونکي کال کې وسايل او همکاري ډېر کړي.(( موږ په پنځو ولسواليو کې پر کروندګرو د زعفرانو تخمونه وېشلي، سږکال پر ۱۲هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.))په هېواد کې د زعفرانو د کښت په ډېرېدو سره بهرنيو هېوادونو ته د دغه تخم د حاصلاتو صادارت هم زيات شوي دي.د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا وايي: سږکال له کندهار څخه ۵۹۲ کيلو ګرامه زعفران بهر ته وړل شوی دی. (( تېر کال له کندهار څخه د زعفرانو صادرات ۲۰۱۴ کيلو وو، خو سږ کال تر اوسه ۵۹۲ کيلو ګرامه زعفران صادر شوي دي.))د زعفرانو کروندګر هم د دغه تخم پر کښت خوښ دي، خو له دولت څخه ټولو بزګرانو ته د ياد بوټي د تخمونو د ورکړې او لاسنيوي غوښتنه کوي.هغوی وايي: دا چې داسلامي امارت په هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو کښت بند کړي، نو زعفران يې ښه بديل کېدای شي چې بزګران بايد د ياد بوټي کرلو ته مخه کړي.(( حکومت له موږ سره همکاري وکړه، د زعفرانو تخمونه يې راکړل او په کندهار کې د زعفرانو کښت زيات شو، خو که موږ ته نور تخمونه هم راکړي، دا کښت به نور هم زيات شي.))نه يوازي زعفران، بلکې پنبه هم په کندهار کې د ترياکو کښت ښه بديل بلل کېږي او سږکال يې په کندهار کې کښت هم زيات شوی.د کندهار د صنايعو او کانونو خونې رئيس سيد سرور اماني وايي، چې د افغانستان په کچه د پنبې پروسس سږ کال ۴۰۰ ټنه ته رسېدلی، چې له دې څخه ۷۵ سلنه يا ۳۰۰ ټنه يوازې د کندهار او هلمند پنبه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *