افغانستانخبرونه

زابل کې ۴۰۰ ځوانانو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې د وړيا زده کړو زمينه برابره شوې

هيواد: د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ۴۰۰ ځوانانو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې د وړيا زده کړو زمينه مساعده کړې ده.د دې رياست د ځوانانو چارو آمريت ويلي: ۴۰۰ هغو ځوانانو ته يې چې د اقتصادي ستونزو له کبله يې عصري زده کړې نه شوای کولی له تېرو څو مياشتو را په دې خوا  د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړو زمينه په وړيا ډول برابره کړې ده.د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په خپرو شويو معلوماتو کې د ځوانانو چارو آمر عصمت الله شکيب اغا ويلي ، چې دوی لا هم د نويو ټولګيو لپاره د نورو زده کوونکو په جذب لګيا دي.د دې ټولګي يو تن استاد سميع الله  عابد ويلي، چې زده کوونکي په دوو وختونو کې راځي او دوي ورته په ښه توګه تدريس کوي.د دې کورسونو يو شمېر زده کوونکو څرګنده کړې، هغه هيلې يې پوره شوي، چې د عصري زده کړو ترسره کولو په برخه کې يې درلودې او ويې ويل په دې وړيا کورسونو کې ور ته ښه روزنه ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *