افغانستانخبرونه

زابل کې ۲۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

د زابل د اقتصاد رياست مسئولين وايي، د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې په راتلونکي کال کې ۲۰ ښوونځي او چک ډيمونه جوړېږي. د ياد ولايت  د اقتصاد رئيس عزت الله امير ويلي ،چې د راتلونکي۲۰۲۴کال لپاره د رغونې، پوهنې، روغتيا، د اوبو مهارولو ،کارموندنې او يو شمېر نورو برخو کې ځانګړي پلانونه لري، چې راتلونکي کال کې به د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې يو – يو چکډيم او ۲۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي. د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې دا مهال ۹ زره کسان دې ته ورته پروژو کې په کار بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *