افغانستانخبرونه

 زابل کې يو پل ګټې اخيستو ته وسپارل شو

د زابل د ټولګټو چارو رياست مسئولين وايي، چې د ياد ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې يو استحکامي پل جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.د زابل د ټولګټو چارو رئيس مولوي احمد احمدي باخترآژانس ته ويلي ،چې ياد پل د ياد رياست په مالي ملاتړ د ۵، ۳ درې اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د نوبهار ولسوالۍ د سېند د پاسه جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی او ورسره پر لس کيلومتره سړک کرېړهم اچول شوی دی.نوموړي زياته کړه، چې  دا مهال په ياد  ولايت کې د سړکونو او پلونو د رغولو زياتې پروژې روانې دي چې يو شمېر يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

د نوبهار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي ، چې له لسيزو لسيزو را په دې خوا د نوبهار پر سېند باندې د تګ راتګ په وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دې پله په جوړېدو سره به يې ستونزې حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *