افغانستانخبرونه

زابل کې د يوې ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په زابل ولايت کې د افغانستان د اسلامي امارت د مؤسس اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد زيارت سره د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت د يوې ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د زابل والي مولوي حزب الله افغان وويل، چې دغه مدرسه د اتحاد الجمعيات خيريه بنسټ د ۳۷۷ زره ډالرو په لګښت په درېوو پوړونو کې جوړېږي، چې ۴۴ خونې به ولري.د نوموړي په خبره د يادې مدرسې رغنيزې چارې به په ۶ مياشتو کې بشپړې او ګټې اخستو ته به وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *