
د زابل په ځينو سيمو کې د خپل ډول د يوې نوې موسمي ناروغۍ څپه خوره شوې، چې د خلکو په وينا څو تنه ترې مړه شوي او ګڼ نور پرې اخته دي.شاهمحمود وايي، چې له دغې ناروغۍ په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. (( موږ لومړی دا عادي ناروغي بلله، خو کله چې زيات کسان پرې اخته شول، درې کسان يې تلفات واړول، بيا موږ پوي شوو، چې دا يوه خطرناکه ناروغي ده، چې وروسته مو د شاهجوی ولسوالۍ روغتون په جريان کې کړ، تر دې وړاندې دلته د کلرا ناروغي هم خپره شوې وه.))محمد نبي هم وايي، چې د فاتوزو سيمه له مرکز څخه لرې ده او وروستۍ ناروغۍ سخت اندېښمن کړي، نو ځکه په خپله سيمه کې د روغتون او يا روغتيايي کلينيک د جوړېدو غوښتنه کوي.(( غوښتنه مې دا ده ،چې دولت ترهرڅه وړاندې کلينيک راته جوړ کړي، ځکه نور راڅخه لرې دی. هر کلينيک ته، چې موږ ځو، نو د درېيو ساعتونو لاره ده. د ژمي په موسم کې مو هېڅ يوې خوا ته مخ نه اوړي.))کوچی حاجي صاحب خان چې بيا له غزني څخه کندهار ته د کوچ هوډ کړي، خو په خبره يې د کورنۍ غړي يې په توره غاړه اخته شوي او دا څو ورځې په کلات ښار کې ايسار دي. دی وايي: که چېرې دغه ناروغي مهار نهشي، نو زياتې ستونزې به خلکو ته رامنځ ته کړي.((له شري يې حساب کړه تر تورې غاړې، شنې غاړې، زکامه او داسې نور دا ناروغۍ زيات دي او په کورونو کې يې زيات کسان نيولي، بايد دا ناروغان وکتل شي او غور يې وشي.))مختاراحمد ،چې په کلات ښار کې دکاندار دی، بيا وايي چې د هوا له بدلېدو سره ګڼي موسيمي ناروغۍ هم رامنځ ته کېږي.(( د هوا په بدلون رنګ رنګ ناروغۍ رامنځ ته کېږي، چې له بده مرغه زابل هغه ولايت دی چې دا ناروغي ورځ تربلې په کې زياتېږي. د عامې روغتيا رياست څخه مو غوښتنه دا ده ،چې مخنيوی يې وکړي او خلکو ته عامه پوهاوي ورسوي.))په زابل کې ډاکټر انورالدين همت هم مني چې موسمې ناروغۍ پر خپل وخت خطرناکې وي، خو په ورته وخت کې وايي، چې د دغو ناروغيو د مهارولو لپاره د عامې روغتيا رياست او نورو روغتيايي کارکوونکو همغږي او همکاري ډېره مهمه ده.((هغه ناروغان که ټوخی ، تبه ولري، زکام وي بايد په کليو کې د روغتيا لومړۍ کرښې کارکوونکي هغه نژدې روغتيايي مرکز ته ور وپېژني.)) دغه ټولې غوښتنې او ستونزې مو د زابل عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي مخ ته کېښودې. نوموړي د ستونزو په منلو سره وايي، چې په وړاندې وختونو کې د زابل روغتيا برخې ته پاملرنه نهوه شوې ،چې تاوان يې اوس زغمو، خو ډاډ يې ورکړ، چې د موسمي ناروغيو د کنټرول او ناروغانو ته پر وخت د رسېدنې لپاره يې پرسونل او درمل چمتو کړي او په عمومي ډول د زابل روغتيايي حالت د پرمختګ خواته روان دی.((د روغتيا برخې ته وړاندې ډېره لږ پاملرنه شوې، د روغتيا اوسني خدمتونه د زابل لپاره لږ دي او نه پرې رسېږي، ځکه نو د زابل ټولو برخو ته رسيدګي نهکېږي، اوس د خدمتونو ښه کولو لپاره موږ، پرسونل هم چمتو کړي، درمل مو هم چمتو کړي او پر وخت به هغه سيمې ته چې داسې ناروغۍ رامنځ ته کېږي رسيدګي کوو.)) د زابل روغتيايي مسئولينو د معلوماتو له مخې: شري، توره ټوخله، سينه بغل، نمونيا او داسې نورې موسمي ناروغۍ هغه ګواښونه دي چې زابلي اوسېدونکي يې اندېښمن کړي.په تېر کې د زابل عامې روغتيا مسئولينو ويلي وو، چې د کال په لومړيو پنځو مياشتو کې کابو ۳۳زره کسان په کلرا، اسهال او نورو ډول ډول موسمي ناروغيو اخته شوي وو او د سلګونه نورو درملنه يې کړې ده.