
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د يکشنبې په ورځ د ګرزيوان ولسوال مولوي حميدالله دانش او د فارياب ولايت له يو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کې، لومړی د فارياب د ګرزيوان ولسوال مولوي حميدالله دانش د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د ټولنيزو، اقتصادي، حکومتولۍ او امنيتي موضوعاتو په اړه يې د رياست الوزراء اداري مرستيال ته معلومات ورکړل. د ګرزيوان ولسوال په فارياب کې د سرتاسري امنيت تامين د اسلامي نظام مهمه لاسته راوړنه وبلله؛ خو د معياري سړکونو نشتوالی، مخابراتي ستونزې او په ځانګړي ډول د مخابراتي ستنو کموالی يې د خلکو اساسي ستونزه ياده کړه او د اسلامي امارت له مسئولينو يې د پاملرنې غوښتنه وکړه. د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب له علماوو او مجاهدينو سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل: امنيت په ټولنه کې د پراختيا او انکشاف اساسي شرط دی او د امنيت له تامين پرته انکشاف او پراختيا ته رسېدل امکان نه لري. د رياست الوزراء اداري مرستيال مواصلاتي لارو او مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی مهم وباله او څرګنده يې کړه، مسئولين به د خلکو ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.