روغتیا

په روژه کې مناسب خواړه وخورئ

روژه د عبادت او د نفس د پاکولو مياشت ده.په دې مياشت کې د روژتيانو خواړه بايد د نورو مياشتو په پرتله توپير ولري.د دې لپاره،چې روژتی ناروغ نه شي د خپل ډوډۍ خوړلو په پروګرام کې بدلون راوستل يوه مهمه اړتيا ده. د وېسټ منېسټر پوهنتون استاد ډاکتر اياز((ساپي)) رسنيو ته خپل نظر څرګند کړی ،چې خپرېږي. د روژې په مبارکه مياشت کې داسې خواړه وخورئ،چې بې انرژۍ نه شئ.که درس وايئ، له کوره کار کوئ او که دفتر ته ځئ د پېشلمي او روژه ماتي لپاره د يوه پلان درلودل ډېر اړين دي، چې څه به خورئ؟ هر څه چې خورئ د ورځې په اوږدو کې ستاسې د بدن پر انرژۍ او پر فکري ځواک مو اغېز کوي.په روژه ماتي کې به څه خورئ او پېشلمي کې څه؟ پلان ورته جوړ کړئ.
د خوب لپاره پېشلمي نه مه تېرېږئ.
په بوزه کې مو چې د ډوډۍ لپاره وقفه کوله، اوس په هغه دمه کې کار مه کوئ، بلکې که امکان يې وي، نو له طبعي منظرې او ازادې هوا خوند واخلئ.
پام مو وي چې د موبايل، ټابلېټ او لپټاپ په څېر برېښنايي وسايلو سره ډېر وخت تېر نه کړئ.
د خلکو ترمنځ دا ستونزه عامه ده چې په روژه کې د بوزې غوندې د ډوډۍ وقفه نه کوي،خو له دې وقفې په روژه کې هم ګټه واخلئ. که څه هم خوراک څښاک نه شئ کولای خو په دې وقفه کې کار هم مه کوئ.
ووځئ، څو شېبې بهر قدم ووهئ، ازاده هوا واخلئ يا يوه سترګه خوب وکړئ. د هرې ورځې لپاره يو کاري مهالوېش جوړ کړئ. په ژوند کې مو پر ځينو شته ننګونو فکر وکړئ او حللارې ورته وسنجوئ.
په روژه کې د کور او کار ژوند نظم يو څه سره ګډوډېږي او دا پر بدني او ذهني روغتيا منفي اغېر پرېباسي. نو ځکه د أزادې هوا اخيستل، د زرغونو سيمو ليدل او تکړه اوسېدل مهم دي. له خپلې کورنۍ سره په چارو کې مرسته کول، له ملګرو او همکارانو سره خواله او ناسته پاسته هم ګټور کارونه دي.
تغذيه:
په روژه ماتي کې د ډېرو اوبو څښل ښه دي. په خوړو کې مو د نشايسته لرونکو غذاګانو (ډوډۍ، وريژې، مکروني و غله دانه)، مېوې، سبزۍ او پروټين لرونکو خوړو (چرګ، غټه غوښه، دال او لوبيا) او د لبنياتو لکه شېدو او مستو تناسب ساتلو ته ډېر پام په کار دی. دا هر څه بايد په مناسبه کچه په غذا کې شامل وي.
د پېشلمي پر مهال غلمينه ډوډۍ، جوار، وربشې، غټې وريژې، توتان، مڼې او مالټې خوړل ښه دي. دا داسې خواړه دي چې په ترکيب کې يې ګلاسيمېک شته چې د وينې شکر لوړېدو ته نه پرېږدي او د ورځې مو خپلو چارو ته په اسانه رسېدلی شئ.
له ځينو کارونو ډ ډه وکړئ، يا يې کم کړئ.
له مالګې، بورې، کافينو او پروسېس شوي خواړه يا کم او يا بيخي ډډه ترې وکړئ. کله چې د پېشلمي لپاره خواړه تياروئ نو پام مو وي چې مالګه ور ډېره نه کړئ، که نه نو د ورځې به بيا تږي يئ. که څه هم کافين لرونکی څښاک اوبه هم لري، خو ځکه ډډه ترې په کار ده چې دا انسان ته ډېرې ميتيازې ورورلي او په وجود کې د اوبو د کمېدو لامل کېږي.
دا هم اړينه ده چې له پروسس شويو خوړو ځان وساتئ او له هغو هم چې خواږه په کې ګډ دي، ځکه چې غذايي مواد په کې کم وي او په بدن کې له خوړو سره د حساسيت سبب هم کېږي.
د پېکوړو او سمبوسو په ګډون په غوړيو کې له سرو شويو خوړو هم ډډه وکړئ او پر ځای يې روغتيا بښونکي بديلونه وکاروئ، لکه وريت او يا په انګار او تنور کې پاخه شوي خوراکونه. همدې ته ورته د خوږو شيانو لکه د ګازلرونکي څښاک، ايسکريمو او ډونټ کېکونو پر ځای د ميوې سلاد او ماسته وخورئ.
د اخلي پخلي پر مهال د سره کړو خوراکونو پر ځای وريته او په انګار يا تنور پاخه شوي خواړه وخورئ او که کړايي مو کوله نو روميان او پياز ډېر په کې واړه کړئ ،خو د خپلې روغتيا لپاره غوړي کم په کې وکاروئ.
سپورت:
په روژه کې تکړه او چوست اوسېدل اسانه کار نه دی،خو که ورزش په کې وکړئ نو ډېرې روغتيايي ګټې لري؛ ذهني فشار مو کموي او د انرژۍ کچه مو لوړوي، نو ځکه په روژه کې هره ورځ ورزش کول اړين دي.
کېدای شي په لومړيو ورځو کې له عادي تمرينه پيل وکړئ. يو پنځلس يا دېرش دقيقې قدم ووهئ، وروسته ورو منډه ورسره پيل کړئ، بيا يوګا، سينه کشي او د پښو حرکات وکړئ. که دا وړ تمرينونه يا ورزش د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوئ ،نو د بدن مقاومت به مو په ډېرېدو شي او تاسې به چوست او تکړه و اوسئ.
که روژه کې ورزش وکړئ نو ډېرې روغتيايي ګټې لري
دې خبرې ته مو پام وي چې په روژه کې به د بوزې هومره انرژي او حوصله نه لرئ ،نو ځکه ډېر سخت ورزش مه کوئ، په ځانګړي ډول هغه تمرينونه چې خلک يې د وزن د کمولو لپاره کوي،خو تر روژه ماتي وروسته هغه هم کولای شئ. تاسې په پارک يا بڼ کې د چټک پلي تګ، بايسکل ځغلونې او قدم وهلو په څېر ځينو سپکو تمرينونو سره خپل بدن غښتلی کولای شئ. قدم وهل د ورځې په اوږدو کې ستاسې لپاره له ټولو اسانه ورزش دی.په روژې کې له خپل خوراک او څښاک سره پام کول ډېر اړين دي او که پورته ياد ټکي عملي کړئ ، نو له روژې وروسته هم په روغ رمټ اوسېدو کې له تاسې سره مرسته کولای شي.په دې توګه به ستاسې روغتيا او سلامتيا خوندي کړای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *