
په روژه کې د تغذيې سيستم
ژباړه: لطيف سروبيوال
د ښوونځي په وخت کې مو د روژې تعريف لوستی و چې له صبح صادقه تر لمر پرېوتو پورې له خوړلو څښلو او نفسياتي خواهشتاتو ځان ساتلو ته روژه وايي، په روژه کې هغه اعمال او کړنې بايد ترسره نه شي چې نورو ته پرې ضرر رسېږي يا پرې خوابدي کېږي، نو له بدو ردو ويلو، غيبت، بې ځايه ټوکو ټکالو، نااخلاقي خبرو يا کړنو بايد ځان وساتل شي.
د روژې نيول او روژه ماتی د حج اوقافو وزارت د خبرتياوو مطابق بايد ترسره شي، په روژه کې بايد د خوړلو لپاره ځانګړی منظم سيستم برابر شي چې روغتيايي زيانونو نه ځان وساتو او روژه د نيکيو او ثوابونو تر څنګ د ښه صحت او روغتيا لپاره زموږ بدن ته لا زياته ګټه رسوي.
په روژه کې د تغذيې په برخه کې بايد درېيو ټکو ته خاصه پاملرنه وشي.
د خوړو وخت؛
د خوړو اندازه؛
د خوړو ډول (کوم ډول خواړه وخورو).
د خوړو وخت
په روژه کې بايد خواړه درې وخته وخوړل شي
پشلمی
بايد داسې وخت پشلمي ته انتخاب شي چې د عباداتو او نوافلو سره سره خوراک ته هم کافي اندازه وخت ولرئ، زياتره وخت داسې کېږي چې د وخت کموالي په صورت کې خواړه زر زر او په بيړه خوړل کېږي چې د يو څو روژو له نيولو وروسته په هاضمې سيستم کې د مختلفو ناروغيوسبب ګرځي.
روژه ماتی
د روژه ماتي په وخت کې بايد په کمه اندازه خواړه وخوړل شي کوښښ وکړئ چې د خرما تر څنګ نيم ګيلاس جوس يا اوبه، سمبوسه يا د بولانی (پيرکي) لږ اندازه وخورئ، نور نو د ماښام لمونځ ادا کړئ په يو ځل ژر ژر خواړه خوړل يا شربت ته ګيلاسونه قطارول خطرناک دي لمونځ وکړئ او له لمانځه وروسته په مناسبه اندازه خواړه وخورئ.
ماسختن (د شپې لږ ناوخته)
د افطار او ماسختن په وخت کې هم بايد کافي اندازه وخت موجود وي، چې د معدې حرکت عادي حالت ته راشي او بل دا هم بايد په فکر کې ونيول شي چې د ماسختن ډوډۍ او د خوب وخت کې هم کافې اندازه فاصله موجوده وي (د ماسختن پر وخت کې له مېوو ګټه اخيستنه ډېره ګټوره ده)
د خوړو اندازه
يو له مهمو ټکو چې بايد په روژه کې ډېر پام وشي د خوړو اندازه يعنې مقدار دی بايد دومره خواړه وخوړل شي چې د معدې د ناراحتۍ سبب نه شي.
لکه په پشلمي کې بايد دومره خواړه وخوړل شي، چې تر ماښامه يې معده هضم کولی شي، په روژهماتي کې بايد دومره خواړه وخوړل شي چې يوازې معده پرې چلش پيدا کړي (يو ګيلاس شيدې له دوو دريو خرماوو سره، يا ګرم چای) او په ماسختن کې هم بايد دومره خوراک وشي چې نه د خوب د ناراحتی سبب نه شي او نه هم د سحري په وخت کې د زړه بدوالي او يا د اشتيا کموالي باعث وګرځي.
کوم ډول خواړه بايد وخوړل شي؟
پشلمی چې په روژه کې د خوړو په برخه کې خورا زيات ارزښت لري بايد هرو مرو ترسره شي او په دغه برخه کې ښه او ګټور خواړه وخوړل شي.
په پشلمي کې بايد مختلف خواړه وخوړل شي داسې خواړه چې ژر هضمېږي او داسې خواړه چې ژر نه هضمېږي او په ميده کې تر څو ساعتونو پاتې کېدو وروسته هضمېږي، لکه غله، ترکاري او مېوه کوښښ بايد وشي چې غوښه، غوړ خوراکونه او کيمياوي خوراکونه ډېر ونه شي، ځکه چې د ورځې په جريان کې د تندې باعث کېږي.
کوښښ وکړئ په روژه ماتي کې بايد له ګرمو اوبو او يا خرما شروع وکړئ او بيا وروسته مايع لرونکي خواړه وخورئ، لکه آش، سوپ او نور (په کمه اندازه)، د ډېرو اوبو استعمال درته تاوان اړوي.
د ماسختن په ډوډۍ کې هم بايد هغه خواړه وخوړل شي، کوم چې د پشلمي لپاره توصيه کېږي، خو کوم شی چې بايد تر ماسختن خوړو وروسته زياد استعمال شي مېوه او مايعات دي چې وجود د اوبو کموالی پوره کړي.