روغتیا

په روژه ماتي او پشلمي کې بايد داسې خواړه وخورو

حميدالله
مېوه اوسبزي : دا چې مېوې او سبزۍ په زياته کچه فيبر لري، نو د روژې په مياشت کې يې د زياتو کارولو سپارښتنه کېږي. مېوې او سبزۍ مو تر ډېره ماړه ساتي او له قبضيته مخنيوی کوي. دغه راز مېوې او سبزۍ په خپل ترکيب کې په زياته کچه بېلا بېل وېټامينونه، معدني مواد او نور کېمياوي مواد لري، چې د انسان د روغتيا لپاره خورا ګټور دي.
وريژې او د دې کورنۍ نور ډولونه: هغه خواړه چې په زياته کچه فيبر او کاربوهايدريت لري، لکه قهوي وريژې، سبوس لرونکې ډوډۍ، چې تر ډېره د بدن د اړتيا وړ انرژي توليدوي، د ورځې په اوږدو کې در سره مرسته کوي، تر څو ژر وږي نه شئ.
غوښه: له پوستکي پرته د چرګانو غوښه او هغه لبنيات چې غوړ يې يو څه کم وي، په زياته کچه پروتين لري. پر دې سربېره د بدن د غښتلتيا لپاره هم خورا ګټور دي او له دفاعي سيستم سره مرسته کوي. هغه لبنيات چې په ترکيب کې يې کلسيم هم وي د هډوکو د کلکېدو لپاره ګټور دي.
په روژه ماتي څه وخورو؟ روژه ماتی نو بيا هغه وخت دی چې د ورځې په اوږدو کې له لاسه وتلې انرژي بايد بيا تر لاسه کړئ. هغه خواړه چې په دې وخت کې يې خورئ بايد د بدن د اړتيا وړ مواد ټول په کې شتون ولري. لکه مېوې، سبزۍ، وريژې او د وريژو د کورنۍ نور ډولونه، غوښه او د لبنياتو بېلا بېل ډولونه. کېدای شي ډېر خلک په پوره توګه دې ډول خوړو ته لاسرسی ونه لري، خو بيا هم بايد هڅه وشي، چې لږ تر لږه په روژه ماتي باندې يو واحد مېوه، يو څه سبزي او نور اړين څه را پيدا کړي تر څو خپله روغتيا يې تضمين کړې وي، ځکه که انسان روغ وي هر څه کولی شي. تر هر څه وړاندې بايد خپلې روغتيا ته پام وشي.
هڅه وکړئ په روژه ماتي او پشلمي دواړو کې د غوړو کچه را کمه کړئ. له داسې غړو څخه ګټه اخلئ چې، چې اشباع شوي نه وي لکه د سويا او کانولا غوړي. د غوړو د زيانونو په اړه به مو ډېر اورېدلي وي، ډېری روغتياپالان کورنيو ته د اوبلنو (مايع) غوړو سپارښتنه کوي او له جامدو غوړو يې منع کوي؛ دوی وايي جامد غوړ د وينې رګونه بندوي چې په پايله کې د بدن لرو برخو ته وينه سمه نه رسېږي او د وينې د لوړ فشار او د زړه د سکتې لامل کېږي.
ايا د انګورو د هستې او کنجدو غوړ چې نن سبا په ډېرو کورنيو کې دود شوي تر ټولو ښه غوړ دي؟
دا چې مايع نباتي غوړ د جامدو هغو په پرتله د بدن لپاره ګټور دي، نو کورنۍ اړې دي چې خپلې روغتيا ته په پام سره په خپلو خوړو کې له مايع غوړو کار واخلي. مايع غوړ هم داسې نه دي چې په هېڅ ډول د روغتيا لپاره زيان نه رسوي، کېدای شي که د ډېر وخت لپاره يو ډول مايع غوړ هم وکارول شي زيان رسوونکي ثابت شي. له همدې امله روغتيا پالان وايي چې په يوې يا دوو مياشتو وکې د خپل پخلي غوړ بدل کړئ؛ د مثال په ډول که مو يوه مياشت په خوړو کې د کنجدو غوړ کارولي وي، د يوې بلې مياشتې لپاره بيا د سويا غوړ وکاروئ، په همدې ترتيب د مايع غوړو نور ډولونه.
د لمر مخي (ګل افتاب پرست) غوړي، د کتان د زړيو غوړي او د کانولا مايع غوړي د هغو غوړو په ډله کې راځي چې د روغتيا لپاره ګټور دي. ځينې غوړي بيا په خپل ترکيب کې امګا ۳ او امګا ۶ هم لري، لکه د پنبې او زيتون غوړي، امګا ۳ او ۶ د بدن د اړتيا وړ مواد ګڼل کېږي.
له ټولو ښه غوړ کوم دي؟ يو روغ انسان په خپلو خوړو کې ټول هغه غوړي چې مايع وي او له نباتاتو جوړ شوي وي، کارولی شي، خو هغه کسان چې د زړه او د وينې د لوړ فشار ناروغي لري، بايد په خپلو خوړو کې د غوړ کچه راټيټه کړي. په ټوله کې ويلای شو چې په ورځني ډول چې کوم خواړه مصرفوو د غوړو اندازه يې بايد له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې وي، دغه فيصدي يوازې د خالصو غوړو اندازه نه ده، بلکې هغه خواړه هم په کې شامل دي چې په خپل ترکيب کې غوړ لري، لکه لبنيات، هګۍ، خستې، او بېلابېل سابه.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *