خبرونهروغتیا

    علي اباد روغتون کې د ورځي نږدي ۵۰ عملياتونه ترسره کېږي

هيواد : علي اباد تدريسي روغتون د بنسټ ډبره په ۱۳۱۰ هجري شمسي کال د نادر شاه خان د واکمنۍ پر  مهال يې کېښودل شوه چې  د هېواد او سيمې په کچه له لومړنيو  روغتونونو څخه شمېرل کېږي، چې د لوړو  زده کړو  وزارت  د کابل طبي علومو  پوهنتون اړوند د فعاليت چارې ترسره کوي.

دغه روغتون هر کال ټولنې ته د سلګونه طبي محصلينو او لسګونه متخصصينوو  د وړاندې کولو  ترڅنګ سلګونه زره هېوادوالو  ته د روغتيا په برخه کې خدمات وړاندې کوي چې ټوله کې ۱۶ څانګې  لري او  کادرې استاذانو  په شمول په کې شاوخوا ۸ سوه  تنه مسلکي او  غير  مسلکي پرسونل د هېوادوالو خدمت کوي. او  په  ۲۴ ساعتونو کې د عاجلو  عملياتو سربيره  د ۳۰ نه تر ۵۰ پورې لوي او  واړه عملياتونه د متخصصو  او تجربه لرونکو ډاکټرانو لخوا ترلاسه کېږي.

علي اباد تدريسي روغتون رئيس ډاکټر عبدالمطلب شينواري د شريعت ورځپاڼې خبريال ته په ځانګړې مرکه کې وويل:

علي اباد تدريسي  روغتون  د هېواد په سطحه يو  کمپليکس  لوي روغتون دي چې  د عمومي داخله، سرطاني، جراحي، اورتوپيدي، عصبي جراحي، عاجل،  عمومي جراحي، بطني جراحي، عقلي عصبي، انتاني، فزيوتراپي ، راديولوژي او  نورو  بېلا بېلو  برخو  کې د ناروغانو لـپاره غوره خدمات وړاندې کوي.

د علي اباد تدريسي روغتون ته په اوسط ډول هره  ورځ  له ۱۰۰۰ څخه ډېر ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.

ياد روغتون ته د هېواد د مختلفو ولايتونو او لرې پرتو سيمو څخه ګڼ شمېر ناروغان د درملني په موخه راځي چې درملنه يې   په وړيا ډول تر سره کېږي.

عبدالمطلب زياته کړه: هغه برخې چې پورته مو يادې کړلې،  په ښه توګه تجهيز شوي دي او  په راتلونکي کې يې هم د ښه تجهيزولو  پلان  لرو.

همداشان هره  ورځ علي اباد  روغتون کې د عاجلو عملياتونو  سر بېره  له د ۳۰ نه تر ۵۰ پورې انتخابي عملياتونه ترسره کېږي لکه د سرطانونو جراحي، لپراسکوپيک عملياتونه، د مغزو د تومورونو عملياتونه، ، د يورولوژي، عمومي جراحي او بطني جراحي ناروغيو عملياتونه تر سره کېږي.

د شيواري په وينا: اوس مهال ۳۵۰ فعال بسترونه لرو  او  په راتلونکي کال کې يې ۴۰۰ بستره ته د پورته کولو  پلان لرو.

نوموړي وايي: د اسلامي امارت په راتک د سرطان د داخله او جراحي ناروغيو  وارډونو  پرانستل شو، د فزيوتراپي څانګې پرانستل شوه، د څښاک د پاکو اوبو د لويې شبکې جوړول د ډاکار موسسې په مرسته ترسره شول، د پتالوژي لابراتوار ګټې اخيستنې ته و سپارل شو، د دوه سوه بستريز  تعمير پرانستنه، د انتاني ۱۶ بستريز  وارډ  فعال شو،  د نړيوال صحي سازمان په مرسته د معياري عاجل وارډ چارې بشپړي شوي، د حفظ او مراقبت د شلو  پروژو د کارونو شروع کول، د روغتون لپاره د معياري تشکيل ترلاسه کول او  په دې برخه کې د پرسونل د کمښت ستونزې تر ډېره حده پورې حل کول، د او  پي ډي پرانستنه، د روغتون د مختلفو برخو تجهيزول(خصوصا لابراتوار،عملياتخونې،اي سي يو ) او داسې نور.

همداشان، انشاء الله په راتلونکي کې د روغتون د پرمختګ لپاره د روغتون ستراتېژيک پلان جوړ شوي چې د روغتون ټولې برخې په کې په نظر کې نيول شوي دي لکه په اساسي او  معياري ډول د عمليات خونو او  (اي،سي، يو) بيارغونه، د عقلي عصبي ناروغيو  لپاره د ودانۍ جوړول،د پي سي آر شعبه فعالول، د انجيوګرافي لپاره ترتيب برابرول، د سي ټي سکن او( ام آر اي) په ګډون روغتون ته د پرمختللو وسايلو اخيستل ، د معياري لابراتوار جوړول او نور…..

په پای کې نوموړي، خوښي څرګنده کړه چې خپل ملت ته د روغتيا په برخه کې خدمت وړاندې کوي، همدارنګه د په بهر ميشتو افغان ډاکټرانو او علمي کدرونو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راشي او په هره برخه کې د خپلو هېوادوالو لاسنيوي وکړي.! سميع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *