روغتیا

د عامې روغتيا وزارت : د کرونا په اړه د خلکو بې باوري د اندېښنې وړ ده

که څه هم په نړۍ کې کرونا وبا ميليونونه انسانان ووژل، خو لاهم په افغانستان کې خلک پر دې ناروغۍ بارو نه لري او وايي چې يوازې د زکام په څېر عادي ناروغي ده.د کابل اوسېدونکې معصومه،چې د کرونا له نوې بڼې اوميکرون خبره ده، خو بيا هم باور لري ،چې دا يوازې د انسانانو له لوري جوړه شوې دسيسه ده.(( د کورونا ناروغي وجود نه لري، دا د انسان په لاس جوړه شوې او دا هسې يو باور دی، چې ځينو ډلو رامنځ ته کړې ده.))د غزني اوسېدونکې سوسن بيا کرونا د زکام په څېر يوه عادي ناروغي ګڼي: (( د کرونا ناروغي دومره جدي نه ده، دا يو عادي ذکام دی،چې زيات خطر نه لري، هغه خلک چې د دې ناروغۍ له امله مړه شوي، علت يې له دغې ناروغۍ زياته وېره ده، ځکه دا ناروغي خلکو ته ډېره خطرناکه وښودل شوه.))که څه هم د دغې ناروغۍ د نه موجوديت په اړه زيات تبليغات شوي، خو يو شمېر هيوادوال بيا مني ،چې لاهم کرونا يوه خطرناکه ناروغي ده. په ټولنيزو رسنيو کې هم د کرونا وبا په اړه منفي او مثبت تبليغات شوي.يو شمېر هيوادوالو له دغې ناورغۍ د خپلو کورنيو د غړو له وژل کېدو خبر هم ورکړی.د باميانو اوسېدونکي حميد پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: (( مور مې ناروغه وه، کله مې چې روغتون ته يووړه، د کرونا پايله يې مثبته راغله، کرونا زما لپاره يوه بده تجربه شوه، له بده‌ مرغه زما مور د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.))په ورته مهال د عامې روغتيا وزارت مسئولين د کرونا په اړه د خلکو بې باوري د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي چې کرونا يوه خطرناکه ناروغي ده.د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان وايي: په افغانستان کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه په ۱۳۹۸کال د حوت پر پنځمه نېټه ثبت شوه او له هغه وخت راهيسې له ۱۸۰ زرو ډېر کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي،چې له دې ډلې ۷ زره او ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.(( کرونا لاهم يو جدي خطر دی، دا ناروغي اوازې نه دي، موږ پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د مړينې شاهدان يوو، زموږ په هېواد کې يې له ۷ زرو ډېر کسان وژلي.))د څېړنو له مخې: تر اوسه د کرونا له څلوېښتو ډولونو يوازې ۷ ډوله يې په انسان کې پېژندل شوې،چې له ډلې يې (( سارس، مارس او کووېډ۱۹)) ډېرې خطرناکې دي.کرونا ناروغي د لومړي ځل لپاره د چين په ((وهانَ)) ښار کې پيدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپره شوه.د ۲۰۲۱ م کال په لومړيو وختونو کې د روغتيا نړيوال سازمان پلاوي د چين دغه ښار ته سفر وکړ او ويې ويل ،چې دا ناروغي له حيواناتو انسان ته انتقال شوې ده.د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخې: تر اوسه په نړۍ کې د دغې ناروغۍ له امله نږدې ۱۶ ميليونه کسان وژل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *