روغتیامرکې

حکيم نقیب الله جهاني: کله چې ناروغ زما پر دوا ښه شي له هغه څخه زیات زه خوشحالېږم

قدرمنو لوستونکو! د هيواد ورځپاڼې خبريال د يوناني طب له تکړه حکيم محترم نقيب الله جهاني سره مرکه کړې،چې دادی خپرېږي.
پوښتنه: نوم مو څه دی او د کوم ځای یاست؟
ځواب: نوم مې نقیب الله جهاني دی او د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی یم.
پوښتنه: زده کړې مو په کومه برخه او کوم هېواد کې تر سره کړي، هغه وخت شرایط څنګه وو؟
ځواب: زده کړې مې د حکیمۍ په برخه کې په پاکستان کې تر سره کړې دي، هغه وخت یې شرایط ښه وو، بد نه وو.
پوښتنه: د طبابت په برخه کې څو کلنه تجربه لرې؟
ځواب: له لس کلنۍ نه مې له یوناني طب سره مینه در لوده، که په کې هغه وخت وشمارو، نو دېرش کلنه تجربه لرم او که هغه وخت په کې ونه شمارو، نو زما د طبابت تجربه شپاړس کلنه ده.
پوښتنه: د ورځې څومره مریضان درته راځي؟
ځواب: هره ورځ تر یو سل او پنځوسو پورې ناروغان راځي، نو د وخت له تقاضا سره سم ناروغان ګورم، نور بیا بل وخت را غواړم.
پوښتنه: تر اوسه مو څومره ناروغان تداوي کړي دي؟
ځواب: تر اوسه یې دقیق شمېر راته معلوم نه دی؛ خو زرګونه ناروغان مې تداوي کړي دي.
پوښتنه: تر اوسه مو د داسې کوم مریض تداوي کړې چې له خپلې روغتیا څخه په بشپړ ډول نا امیده و؟
ځواب: هو! داسې ډېر ناروغان مې تداوي کړي دي چې د ښه کېدو تمه یې نه وه، د بېلګې په ډول وایم: د یوې ښځې ۱۳ کاله ماشومان نه کېدل، خو زما په دوا سره الله ج اولاد ور کړ. همداسې د یوې بلې ۹ کاله اولاد نه و، زما په دوا سره هغې ته هم الله ج اولاد ور کړ، د دې زه ثبوتونه هم لرم، د داسې ناروغانو اعلاج مې کړی دی چې لا علاجه وو، د سرطان ناروغانو ته مې وړیا دوا ور کړې ده، د الله ج د رضا په خاطر چې هغوی ته هم الله ج شفا ور کړې ده.
پوښتنه: د خپلې ډاکترۍ له ټولو جالبه خاطره مو راته ووایاست!
ځواب: یوه ورځ مې یو ناروغ ته د هډوکو د درد لپاره د مساج تېل ورکړې وو، د تېلو بوتل د شربت بوتل ته ورته و، ناروغ یې د استعمال طریقه غلطه کړې وه او د مالش تېل یې څښلي و، ناروغ چې دویم ځل بیا راغی. ما ورته وویل: چې دا خو د مالش تېل دي، تا ولې څښلي دي؟ ناروغ وویل: زه ور سره الله ج ښه کړی یم. دا زما لپاره ډېره جالبه وه.
پوښتنه: هغه څه و، چې ته یې د طب غوره کولو ته وهڅولې؟
ځواب: زما له انساني خدمت کولو سره ډېره مینه وه، همدې مینې زه و هڅولم چې یوناني طب غوره کړم او د هر چا خدمت وکړم. ان شاءالله.
پوښتنه: داسې کوم مریض سره هم مخ شوی یاست، چې د علاج پیسې ور سره نه وې او تاسو یې وړیا علاج کړی وي؟
ځواب: هره ورځ د لسو مستحقو مریضانو وړیا تداوي کوم او وړیا درمل ورکوم او د سرطان ناروغان خو مې له الله ج سره ژمنه کړې ده چې ټول عمر به یې وړیا درملنه کوم. ان شاءالله.
پوښتنه: یو طبیب ته د مریض علاج څه ډول خوښي ور کوي؟
ځواب: کله چې زه کوم مریض ته دوا ور کړم او هغه د الله ج په مرسته ښه شي، زه ورته له مریض څخه زیات خوشحالېږم.

پوښتنه: د افغانستان طب اوس په کومه مرحله کې قرار لري؟
ځواب: د افغانستان طب د اسلامي امارت حکومت کې د جمهوریت په پرتله په ښه مرحله کې قرار لري، ځکه جمهوریت کې خلک په رشوت ورته کامیابېدل، او اوس ورته په لیاقت. اسلامي امارت باید یوناني طب ته هم توجه وکړي. زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *