
د روغتيا نړيوال سازمان د پوليو برخې مسئولين وايي: د دې مياشتې په اوږدو کې يې تخنيکي ټيم د پوليو د تشخيص لابراتور جوړولو په موخه افغانستان ته سفر کوي. په دې اړه د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ،چې د دغه وزارت سرپرست وزير وړمه ورځ په دوحه کې د افغانستان د روغتيا د لومړيتوبونو او د پوليو د محوې په اړه جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ. سرچېنې ليکلي، په غونډه کې د قطر د روغتيا وزارت او بهرنيو چارو وزارت مرستيالانو، دروغتيا نړيوال سازمان او يونيسف حوزوي دفترونو استازو ګډون کړي وو، چې د پوليو د محوې سربېره په سپينو ساحو کې د روغتونونو پر جوړولو بحث او خبرې وشوې. د افغانستان د عامي روغتيا سرپرست وزير په دغه غونډه کې ويلي ،چې په افغانستان کې دې د پوليو د تشخيص لابراتوار چې د روغتيا نړۍوال سازمان يې تېر کال د جوړولو ژمنه کړې وه ژر جوړ شي.