خبرونهنړۍ

روسي ځواکونو د اوکرايين ۱۵۵ بې پيلوټه الوتکې ويشتلي او ۳۸۰ اوکرايني پوځيان يې وژلي

هيواد:د سپوتنيک خبري آژانس د خبر له مخې روسي ځواکونو د اوکرايين په دونيتسک ښار کې د اوکرايين ۱۵۵ بې پيلوټه الوتکې ويشتلي او ۳۸۰ اوکراييني پوځيان يې وژلي دي. د روسيې د دفاع وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو يې په تېره يوه اوونۍ کې د “دونيتسک” ښار ډيرې سيمې نيولي او د خرسون ښار پر لور يې هم چټک پرمختګ کړي دی. د روسيې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونه يې اوکرايني پوځ ته د امريکا، پولينډ او ځينو نورو هيوادونو له خوا ورکړ شوي سلګونه پرمختللي ټانکونه، زغروال موټر او نور ډول ډول عصري توغندي ويجاړ کړي دي. د ويلو ده، چې د اوکرايين ولسمشر “زيلينسکي” يوځل بيا له امريکا او ناټو غوښتنه کړې ، چې له کيېف سره دې د پرمختللو وسلو مرسته وکړي. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، که امريکا او ناټو يې ملاتړ و نه کړي ،نو اوکرايني ځواکونه به پرشاتګ وکړي، ځکه دوی نه شي کولي په يواځې ځان د روسيې په څېر پرمختللي پوځ سره جګړه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *