خبرونهنړۍ

  روسي ځواکونو د اوکراين ۴ “ليوپارډ” ټانکونه نيولي او  ۳ نور يې ويجاړ کړي دي

هېواد: د روسيې د دفاع وزارت خبر ورکړي، چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې د اوکراين ۳ ليوپارډ پرمختللي ټانکونه له منځه وړي دي. سپوتنيک خبري آژانس د روسيې د دفاع وزارت د وياند له قوله ويلي، چې روسي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې اوکراين ته د جرمني له خوا ورکړ شوي درې ټانکونه ويجاړ کړي دي. د روسيېد دفاع وزارت دغه راز خبر ورکړي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۵۵۰ اوکرايني پوځيان وژلي او د څلورو جرمني ليوپارډ ټانکونو په ګډون يې ډول ډول پرمختللې وسلې نيولې دي. د يادونې وړ ده، چې  له دې وړاندې د “چيچنيا” ولسمشر رمضان قديروف ويلي و، چې د اوکراين د وسله والو ځواکونو د نيول شويو تجهيزاتو نندارتون په پلازمېنه “ګروزني” کې پيل شوي دي.  د اوکراين له خوا جوړ شوي زغره وال ګاډي او د ناټو هيوادونو له خوا د اوکراين وسله والو ځواکونو ته ورکړ شوې ډول ډول وسلې او پوځي تجهيزات نندارې ته ايښودل شوي دي. د نوموړي په خبره هر څوک کولي شي له اوکرايني ځواکونو نيول شوي تجهيزات وګوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *