
د کابل – مسکو شرکت رئيس غلام يحی چاوش په کابل کې د افغان حکومت د سوداګرۍ او صعنت وزارت له مرستيال مولوي قدرت الله جمال سره ليدلي دي.ده په دغه کتنه کې ويلي: روسي شرکتونه چمتو دي، چې په افغانستان کې د سړک جوړنې په برخه کې پانګونه وکړي.ښاغلي چاوش د برېښنا د توليد پر قراردادونو هم خبرې کړې او ويلي يې دي، چې مخکيني قراردادونه بايد تر يوې رڼې تګلارې لاندې وڅارل شي او په افغانستان کې د زياتې برېښنا د توليد لپاره بايد له داخلي او بهرنيو شرکتونو سره نوي تړونونه وشي.ده ډاډ ورکړی، د هغه تجربې او پېژندنې پر اساس چې دی يې د روسيې فدراتيف هېواد کې د اقتصاد په برخه کې لري، د روسيې خصوصي شرکتونه به دې ته وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.دوی وايي: روسي شرکتونه د خوراکي توکو، بنسټيزو پروژو او ټکنالوژۍ په برخو کې خورا ښې تجربې لري او دې ته چمتو دي، چې د افغانستان د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.په ورته وخت کې د افغان حکومت د سوداګرۍ او صنعت مرستيال قدرت الله جمال ويلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول بايد د خپل هېواد په آبادولو کې مسئوليت پر غاړه واخلي.ده ټينګار کړی، چې دوی د چارواکو په توګه له خصوصي سکتوره ملاتړ کوي او په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.