
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دغه هيواد کې د امريکې سفارت د لومړي سکريټر جېفري سيلين او دوهم سکريټر ډاويډ بېرنستېن کړنې له ډيپلوماتيک حيث سره په ټکر کې بللي او دواړه يې د روسيې غير هرکلي کسان ياد کړي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۴مې نېټې له يادو امريکايي ډيپلوماتانو غوښتي، چې په يوې اوونۍ کې له دغه هيواد څخه ووځي.