خبرونهنړۍ

روسيې له چين سره د پوځي همکاريو د زياتېدو غوښتنه وکړه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د چين ولسمشر شي جين پينګ ته ويلي ،چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکارۍ زياته شي او د لويديځ د نفوذ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د هڅو ستاينه يې وکړه. پوتين د ويډيو کنفرانس له لارې په خبرو کې شي جين پينګ ته ويلي، هدف يې د روسيې او چين د وسله والو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا ده. پوتين همداشان خپل چينايي سيال ګران دوست بللی دی. نوموړي زياته کړې ،چې د مخ پر زياتيدونکي جيوپاليتيک کړکېچ په برخه کې، د روسيې او چين ترمنځ د ستراتيژيک مشارکت اهميت د ثبات لامل دی. په داسې حال کې ،چې لويديځ هېوادونه د روسيې په تېلو او ګازو باندې خپله تکيه راکموي، پوتين په آسيا کې د انرژۍ بازارونو ته سترګې په لار دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *