
په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي واسيلي نيبنزيا ويلي، چې اوکراين سږ کال له ملګرو ملتونو څخه يو اعشاريه درې اتيا ميليارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې دي. دتاس خبري اژانس وړمه ورځ راپور ورکړی ،چې نوموړي د (( د عامه او خصوصي بشري مشارکت د پرمختګ )) تر نامه لاندې د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې له افغانستان سره د اوکراين په پرتله پر کمو مرستو نيوکه وکړه.د نيبنزيا په وينا: اوکراين سره شوې مرستې د ملګرو ملتونو له خوا سږکال له افغانستان سره د ورکړل شوې شمېرې په پرتله يو ميليارد ډالره زياتې دي. د روسيې استازي په استناد سره زياته کړه: دا اندازه له هغه څه څخه ،چې د سوريې له ځپل شويو خلکو سره د مرستې لپاره غوښتل شوي، درې سوه ميليونه ډالره زياته ده او د افغانستان له عامو خلکو سره چې د متحده ايالتونو له خوا د ډيموکراسۍ تجربه شوې، يو ميليارد ډالره ډېر دي.دا نيوکه په داسې حال کې کېږي ،چې د شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۳۰ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او د خوړو د نړيوال سازمان په ګډون يو شمېر نړيوالو سازمانونو له افغانستان سره خپلې مرستې د بودجې د کموالي له امله کمې کړي دي.