خبرونهنړۍ

روسيې د هستوي وسلو د تاکتيکي ازموينو لومړي پړاو پيل کړ

د روسي رسنيو د راپورونو له مخې د دغه هېواد دفاع وزارت د اوکراين پولو سره نږدې سيمو کې پر سکندر او کنزل توغنديو سربېره د هستوي وسلو د تاکتيکي ازموينو لومړي پړاو پيل کړي دي.د روسيې د دفاع وزارت د تمرينونو کره ځاي نه دي په ډاګه کړي، خوښايي اوکراين سره پر پوله هغو سيمو کې ترسره شي، چې د روانې جګړې له پيل راهيسې اوکراين له لاسه ورکړې دي.بلاروس چې د روسيې نږدې ملګري دي، ښايي په دغو تمريناتو کې برخه واخلي.د روسيې ولسمشر پوتين مخکې له دې ويلي و، چې د خپل هېواد اټومي وسلې په بلاروس کې ځاي پر ځاي کړي.پوتين د دغو تمريناتو امر وروسته له هغې ورکړ، چې د اوکراين لوېديځو ملګرو له کيف سره د لا ډېرو مرستو ټټر وواهه.د دغو تمريناتو د دويم پړاو په اړه څه نه دي ويل شوي.اوکراين بيا د لوېديځ پر مټ جګړې ته دوام ورکوي، خو د وروستيو راپورونو له مخې ورځ تر بلې نوې سيمې له لاسه ورکوي او روانه جګړه کې د مسکو په وړاندې ناکام برېښي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *