
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي: د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په لېدنه کې د نړۍ په تېره د روسيې لهخوا د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په اړه خبرې کړې دي. د روسيې دبهرنيو چارو وزارت په دې اعلاميه کې زياته کړې ،چې کابلوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې د دوه اړخيزو اړيکو، د سوداګريزو چارو د پراختيا، اقتصادي، کلتوري، روزنيزو او همداراز له نشهيي توکو سره د قاچاق په وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې کابلوف له متقي سره د نورو مسايلو ترڅنګ داسلامي امارت د په رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې کړي دي. له دې سره سم، اسلامي امارت وايي: د افغان حکومت په رسميت پېژندل د سيمې په ګټه دي. په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو د شاوخوا ۱۶ مياشتو په تېرېدو سره هېڅ هېواد په رسميت نهدی پېژندلی، خو بيا هم ځينو هېوادونو د سرپرست حکومت ديپلوماتان منلي او يو شمېر هېوادونو هم په کابل کې خپلې سياسي استازولې بيا فعالې کړې دي.