
وروسته تر هغې چې د هالنډ په ګډون ځينې اروپايي هيوادونو اوکراين ته د اېف ۱۶ جېټ الوتکو پر ورکړې هوکړه وکړه، روسيه وايي: دغه پرېکړه به بدې پايلې ولري. د روسيې د ملي امنيت شورا مرستيال ديمتري مېدويدوف ويلي ،چې اوکراين ته د اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکو ورکړه يوه خطرناکه لوبه ده. کيېف ته د دغو الوتکو د ورکړې هوکړه ډنمارک، سويډن او ځينو نورو اروپايي هېوادونو ته د ولسمشر زلينسکي د وروستي سفر پر مهال شوې ده.
په ورته وخت کې ، د روسيې دفاع چارواکي وايي چې د دې هيواد جنګي جېټ الوتکو په تور سمندر کې د اوکراين يوه ((کشفي)) کښتۍ په نښه کړې ده.دغه وزارت پرون په خبرپاڼه کې ويلي ،چې جېټ الوتکو هغه مهال د اوکراين دغه کښتۍ په نښه کړه ،چې د روسيې د ګازو توليد د تاسيساتو پر لور روانه وه.په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي ،چې څه ډوله کښتۍ لهمنځه وړل شوې او په کوم ځای کې ويجاړه شوې ده.د روسيې د دفاع وزارت پر خپل ټېلګرام ليکلي: د تور سمندرګي د SU-30cm الوتکو په تور سمندر کې د روسيې د ګازو د توليد تاسيساتو په سيمه کې د اوکراين د وسلهوالو ځواکونو يوه کشفي کښتۍ ويجاړه کړې ده.))