خبرونهنړۍ

روسيه: امريکا لسګونه افغان ماشومان له خپلو کورنيو جلا کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې امريکا خپلو کورنيو ته د افغان ماشومانو د سپارلو د ستونزو په ځواب کې چوپه خوله ده.دغه وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې له افغانستان څخه د لېږدول شويو ماشومانو په منځ کې، واشنګټن ۲۳۴ ماشومان له مور او پلار څخه جلا کړي او له دې جملې څخه ۴۲ ماشومان د هغوی له رضايت پرته رضایي کورنيو ته سپارل شوي دي.اعلاميه زياتوي، چې د ټولټال ۸۲ زره ايستل شويو افغانانو له ډلې يوازې ۴۵۰۰ تنو ته يې په امريکا کې د کډوالۍ حيثيت ورکړل شوی او پاتې نور ايستل شوي.ويل شوي، چې افغانان يوازې د کانګرس د وروستۍ پرېکړې له مخې په امريکا کې د پاتې کېدو حق لري. روسيې امريکا له افغانستان سره بر ناوړه چلند ملامته کړي او ويلي یې دی، چې دغه هېواد هم د افغانستان بانکي زېرمې کنګل کړي او هم په نورو برخو کې د افغانانو په وړاندې عقده يي چلند کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *