افغانستانراپورونه

کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله ـ بارکزی: په بېلا بېلو برخو کې د کابل ښاروالۍ فعاليتونه چټک شوي

کابل ښاروالۍ د خپلو فعاليتونو په لړکې د نيالګيو اېښودلو،د ښار سړکونو ترميمولو او رغولو، د خوراکي او غير خوراکي توکو د بيو د کنترول او همداسې د ښاري بسونو فعاليتونه چټک شوي دي.همدا اوس د دغې ادارې د سرسبزۍ برخه د ښار د ښکلولو په چارو بوخته ده.د کابل په بېلابېلو ناحيو کې په لسګونو زره ثمرلرونکي او عادي نيالګي اېښودل شوي،چې د تېرکال په پرتله کابو درې برابره لوړوالی ښيي. هيواد ورځپاڼې د کابل ښاروالۍ له استازي نعمت الله ـ بارکزي سره مرکه کړې،چې خپرېږي.
پوښتنه:څرنګه،چې پسرلی پيل شوی، کابل ښاروالۍ د نيالګيو اېښودلو کمپاين څنګه ترسره شو؟
ځواب:په بېلا بېلو برخو کې د کابل ښاروالۍ فعاليتونه چټک شوي دي، د تېر کال د کب مياشتې په لومړۍ د نيالګيو اېښودلو کمپاين پيل شو او د نوي ۱۴۰۲لمريز کال د وري مياشتې تر دويمې پورې يې دوام وکړ.۶ لکه نيالګي اېښودل شوي دي.دغه نيالګي د کابل ښاروالۍ له قوريه جاتو برابر شوي ،کومې بلې ادارې موږ ته نه دي راکړي، خپله موږ روزلي دي.په تېرکال کې دوه سوه زره نيالګي اېښودل شوي وو،چې سږ کال دغه نيالګي درې برابره شوي دي.په دغو نيالګيو کې ۳۰ زره ثمر لرونکي نيالګي ،چې د زردالو،بادام او پستې نيالګي شتون لري.
پوښتنه: د کابل ښار د سړکونو د رغولو او جوړولو چارې څنګه پرمخ درمي؟
ځواب:د کابل ښار په دوولسو څانګو کې،چې کوم سړکونه شتون لري د هغو پر رغولو او ترميمولو تمرکز دی.د کابل ښاروالۍ د سړک جوړولو اداره ۲۴ ساعته د يادو سړکونو د رغولو او داغګيرۍ فعاليت ترسره کوي.يوازې په ژمي کې چې هوا دوه مياشتې ډېره سړه وي زموږ کار درېږي.کار يوازې په يوه څانګه کې نه وي،بلکې په هغو څانګو کې،چې سړکونه تخري وي ترسره کېږي.د کابل په ښار کې ټول سړکونه بيارغونې او ترميم ته اړتيا لري.د ترميماتو بهير د تل لپاره وي، لکه څنګه ،چې مخکې مې وويل، يوازې په ژمي کې درېږي.د تخريب شويو سړکونو سروې ترسره شوي او هغه سړکونه،چې ترميم ته اړتيا لري د هغو لست له موږ سره شته دي.په کار په سړکونو باندې شپه او ورځ دوام لري.
پوښتنه:د لومړنيو او خوراکي موادو د بيو په کنترول کې څومره ښه والی راغلی،چې پلورونکي له پېرونکو له اندازې ډېرې پيسې ترلاسه نه کړای شي؟
ځواب:کله،چې پخوانی نظام نسکور شو او اسلامي امارت په ټول هيواد کې واکمن شو يوه مياشت وروسته د لومړنيو توکو د بيو کنترول کار پيل شو،چې په دې کار سره له سرغړونو مخنيوی وشو.د بيو د کنترول لپاره موږ نرخنامه لرو،چې د دېرشو قلمو خوراکي موادو کنترول دی.دغه نرخنامه هره اوونۍ بدلېږي. هېچاته د دې اجازه نه ورکوو،چې له دغې نرخنامې سرغړونه وکړي.په دې برخه کې ستونزه نه شته،خو کله کله کوچنۍ سرغړونې پېښېږي،چې د اندېښنې وړ نه دي.په کابل ښار کې کابو اووه ميليونه وګړي ژوند کوي لږ سرغړونې عادي کار دی.موږ د دغو سرغړونو د لرې کولو لپاره هم هلې ځلې کوو.
پوښتنه: کابل ښاروالۍ د ښاري بسونو د فعالولو چارې څومره پرمخ بېولي او اوس څه شمېر بسونه د ښاريانو د ترانسپورټي ستونزو د لرې کولو لپاره ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي؟
ځواب: اوس کابل ښاروالۍ کابو پنځلس ښاري بسونه لري،چې په دوو لينونو کې تګ راتګ کوي. موږ هڅه او هاند کوو،چې په نورو لينونو کې هم تګ او راتګ وکړي.سربېره پردې هغه کاستر موټرونه،چې په دولتي ادارو کې درېدلي او ترې ګټه نه پورته کېږي هغه هم ښاروالۍ ته لېږدول کېږي،چې له ترميم او رنګ وروسته به پر فعاليت پيل وکړي.دا د کابل ښاروالۍ نوښت دی،چې خلکو ته آسانتيا او هوساينه راوړي او د نورو موټرو د فعالولو کار يې چټک کړی دی.
پوښتنه:له اقتصادي پلوه د دغو بسونو تګ او راتګ مثبته پايله ورکړې که څنګه؟
ځواب:بلې د دغو بسونو فعاليت مثبته پايله لرلې ده. اساسي دنده ملي بس تصدي اداره لري. همدارنګه د ترانسپورټ وزارت؛خوکابل ښاروالۍ د بسونو د فعالولو لپاره لوی کار ترسره کړی. په دې برخه کې زموږ فعاليت ښه شوی او همداسې ملي بس هم د بسونو د فعالولو لپاره خپل کار پيل کړی دی.
پوښتنه:که د کابل ښاروالۍ د عوايدو په هکله رڼا واچوئ؟
ځواب:موږ هلې ځلې کوو،چې د تېر کال د عوايدو په اړه يو رپوټ چمتو کړو. کار يې روان دی او په نږدې راتلونکې کې به د يوې غونډې په ترڅ کې،چې ولس ته د حساب ورکولو په نوم يادېږي. دقيق ارقام به د رسنيو په واک کې ورکړل شي.
پوښتنه: هيوادوالو ته څه وينا او پيغام لرئ؟
ځواب: ولس ته مو د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دريځ مالوم دی . دا خدمتونه د تنظيف، د نيالګيو د اېښودلو، د سړکونو د جوړولو او همدارنګه د ښاري پراختيا او په نورو برخو کې دي.کابل ښاريان د کابل ښار اوسېدونکي دي،نو اړينه ده،چې له کابل ښاروالۍ سره همکار واوسي. په ځانګړي توګه د تنظيف او سرسبزۍ برخه کې .په داسې يوه حالت کې د ښاروالۍ پرسونل ښه کار کولی شي. هغه اقتصادي خوځښتونه،چې زموږ په پلان کې دي هغه پلي کېدونکي دي؛خو بيا هم زه خپله خبره تکراروم،چې د خلکو همکارۍ ته اړتيا ده، ځکه دا دود په ټولو هيوادونو کې رواج لري. ((نوري))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *