
په چپرهار کې د شولانې لېسې لس دورې فارغان ورکړي ،خو لا هم ودانۍ نه لري
په ننګرهار کې د يو شمېر هغو ښوونځيو زده کوونکي، چې ودانۍ نه لري، د باران پرمهال تر چتريو لاندې ازموينې ورکوي.د دغو ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي وايي: د ښوونيز کال په اوږدو کې د باد، باران او سيلۍ پر مهال ډېر زده کوونکي رخصت وي او دې حالت يې پر زده کړو ژور منفي اغېز کړی دی. له دې ډلې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ اړوند شولانې هغه لېسه ده ،چې لس دورې فارغان يې ورکړي،خو زده کوونکي يې لا هم ودانۍ نه لري.د دې لېسې زده کوونکي وايي: د باد، باران او سيلۍ پر مهال يې ښوونځي رخصت وي او سږکال يې د بارانونو پرمهال څو ازموينې تر چترۍ لاندې ور کړي دي. زده کوونکی شريف الله وايي: ((داسې ورځ هم راغلې، چې موږ په کې د باران له امله د چترۍ لاندې آزموينه ورکړی ده .)) بل زده کوونکی اميدالله هم وايي :که اسمان شين وي د لمر له لاسه درس نه شو ويلای او چې ورېځ وي د باران له لاسه درس نه شو ويلای.)) زده کوونکي آصف خان هم څرګنده کړه: ((زموږ هيله دا وه چې موږ ته تعمير جوړ شي له دغې لېسې نه فارغ شوم خو زموږ دغه هيله پوره نه شوه.)) د شولانې لېسې اداري چارې له ودانۍ پرته مخته وړل کېږي، د ودانۍ لپاره يې پنځه جريبه ځمکه نږدې درې کاله وړاندې ځانګړې شوې،خو د ځمکې هواری او د څاه کېندنې چارې يې هم د ښوونکو په شخصي لګښت او چنده شوي دي.د لېسې آمر واصل خان زهير وايي : ((هغه شيان چې موږ ورته ډېره جدي اړتيا لرو، هغه نه لرو. زموږ شاګردان په اړوي کې لمر سوځوي او په ژمي کې يې ساړه خراب وي.)) ښوونکی سمېع الله ساجد وايي : (( ډېر شاګردان د دې په خاطر له يادې لېسې سې پارچه شول، چې تعمير او سرپناه نه لري.))اخوا مسئولين وايي: په تېر کې متوازن انکشاف نه دی شوی او دوی به له پراختيايي پروژو پاتې سيمو ته پاملرنه زياته کړي.د ننګرهار پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزی څرګندوي : ((په شته او موجودو امکاناتو کې، د ورځې الحمدا لله که تاسې وګرځئ په اړوندو ښوونځيو باندې يونه يو ځای کې به تاسو وګورئ،چې هلته به ساختماني چارې پيل وي او کار به روان وي.))په ننګرهار کې ټول ۹۰۵ بابه ښوونځي شته، چې له سلو زيات يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.