
د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولينو د دغه ولايت په فيروزنخچير ولسوالۍ کې د کرنيزو محصولاتو د يوې زېرمې د پرانيستلو خبر ورکړ. د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس حبيب الرحمن وقاص باختر آژانس ته ويلي، چې دغه زېرمه د ناروې هېواد په مالي مرسته د څه باندې ٤،٥ څلور اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې، چې ٨٣٥ مټريک ټنه کرنيز محصولات زېرمه کوي.ورته مهال د فيروزنخچير ولسوالۍ بزګران او بڼوالو د دغه زېرمې په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې د دې زېرمې په جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې شي او کولی شي، چې خپل حاصلات زېرمه او له خرابېدو يې مخنيوی وکړي.