راپورونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ورځنی کاري راپور

 دوشنبه ، د ۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کېږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښ)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۳۰) تنه غړي، ثبت او بایومیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعاً (۶۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې (۱۸) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې (۶۳۰) خوراکه ډوډۍ او (۳۰۰۰۰) لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې (۵۶۵)تنه مهاجرین تداوي شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۹) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۸)  سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعالې وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې(۱۲)تنه د بکلوریا سند لرونکي،(۲)تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۲)تنه د لیسانس سند لرونکي، (۱)تن حافظ، (۴)تنه دیني عالمان، (۱۴) تنه غریبکار او (۲۱) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۵۶) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۲۲) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړ شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهالې مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړ شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۱۲) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۲) تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵)تنه وو، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۶۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړ شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعاً (۱۵۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې (۳۳) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۲۰۹) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۷۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۱۹۰) تنو مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړ شوی دی.
البسه: په لنډ مهالو کمپونو کې له اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو  ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۴) سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنټي بستې هم پکې فعالې وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱)تن د بکلوریا سند لرونکی، (۲)تنه حافظان، (۲)تنه دیني عالمان، (۵۲) تنه غریبکار او (۹) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۶۶) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۳۸) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

د انګور اډې لاره

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې (۲۵) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لاره کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړ شوی:
مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړ شو.

نیمروز

د ورېښمو لاره

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۲۰۸۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعاً (۸۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۶۱) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په نیمروز کې (۲۴۵)تنه مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۴) سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او  انټرنټي بستې هم پکې فعالې وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لاره کې (۲۹۸) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړ شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۳۰) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۴) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعاً (۳۴۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې (۴۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۲۹) کورنۍ (۴۹۰) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۹) کورنۍ (۵۵) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۶۳) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۵۱)کورنۍ
تداوي شوي مهاجرین: (۹۸۰) تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۶) عدده

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *