راپورونه

د خوړو او درملو ملي اداره: د قاچاق مخه اتیا سلنه نیول شوې ده

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولین وایي، چې له نړیوالو بازارونو څخه تقریباً د يو میلیارد ډالرو په اندازه درمل هېواد ته راواردیږي چې مخکې به له ۷۰ تر ۷۵ سلنه پورې درمل په قاچاقي ډول هېواد ته راتلل. د اسلامي امارت په واکمنۍ کې ۸۰ سلنه د درملیزو توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند ډاکټر جاوید هژیر د هېواد ورځپاڼې خبریال ته په یوه ځانګړې مرکه کې و ويل، چې له ۸ سوه میلیونو څخه تر يو میلیارد ډالرو په ارزښت درمل افغانستان ته راځي، مخکې له ۲سوه میلیونو ډالرو څخه تر ۲ نیم سوه میلیونو ډالرو په ارزښت درمل په قانوني بڼه راوړل کېدل او نور ټول په قاچاقي ډول هېواد ته راتلل، خو اوس الحمدلله تر اتیا سلنې پورې د قاچاق مخه نیول شوې ده. همداراز، دا مهال د افغانستان ټولو ګمرکاتو ته د خوړو او درملو ملي ادارې استازي استولي دي او په کارونو بوخت دي، درمل چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راواردیږي، نوموړو درملو څخه نموني اخیستل کیږي او په لابراتوارونو کې چک او ارزول کېږي او په همدي ترتیب د خوړو او درملو ملي اداره د فساد په مخنیوي کې جدي مبارزه کوي، د اسلامي امارت په راتګ سره په یاده اداره کې هیڅ ډول فساد شتون نه لري.ډاکټر جاوید هژیر څرګنده کړه، چې ټولو سوداګرو ته په هره برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي، وړاندې چې به یو کار په یوه میاشت کې اجراء کېده اوس له یوې اوونۍ نه هم ژر اجراء کېږي.هژیر دغه راز زیاته کړه، دا چې وړاندې به په لابراتوارونو کې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې نمونې بررسي کېدلي، اوس مهال به مرکزي لابراتوار کې یواځي له ۴ سوه نه تر ۵ سوه پورې نموني چک او ارزیابي کيږي، همداشان درېو نويو لابراتوارونو په ننګرهار، قندهار او هرات ولایتونو کې پر فعالیت پیل وکړ او په نږدې راتلونکي کې به ۵ نور لابراتوارونه د خوړو او درې نور لابراتوارونه د درملو په برخه کې کار پیل کړي.د ده په خبره د خوړو او درملو ملي ادارې خپل فعالیتونه ټولو ولایتونو او سیمو ته پراخ کړي او ډېر کسان یې په دندو هم ګومارلي دي او په راتلونکي کې به د آزاد رقابت له لارې نور مامورین هم استخدام کړي، چې د کارمندانو د فعالیتونو په نتیجه کې د درملو د قاچاق مخه ونیسي. ده و ويل، د خوړو او درملو د ملي ادارې نظارت د مخکې کلونو په پرتله درې برابره زیات شوی دی، په ۱۴۰۰ هجري شمسي کال کې له ۲ زره او ۷ سوه درملځایونو څخه لیدنه شوې وه، چې په ۱۴۰۲ کال کې یوازې ۶ زره درملتونو څخه نظارت شوی دی او په همدې ترتیب په ۱۴۰۱ هجري شمسي کال کې مو ۱ زر ۶ سوه او ۳۶ ټنه تاریخ تېري او بي کیفیته درمل له منځه وړي دي.ده زياته کړه: افغانستان ته د قاچاق مخنيوی د خوړو او درملو ادارې په لومړیتوبونو کې دي او هېواد ته د درملو د قاچاق مخه نیول شوې ده.همداشان، په ۱۴۰۲ کال کې له ۷سوه ټنه څخه زیات درملیز توکي او بي کیفیته خواړه له منځه تللي دي.ښاغلی هژیر وایي، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د هدایت په اساس د قاچاق د مخنیوي په خاطر یوه کمېټه جوړه کړي ده، چې په سر کې يې د خوړو او درملو ملي اداره، د دفاع وزرات،د کورنیو چارو وزرات، د مالیې وزرات،د سوداګری او صنعت وزرات او د ملي امنیت عمومي ریاست شتون لري، چې دوه غونډې یې تر سره کړي، چې په لومړي غونډه کې هرې ادارې ته خپل وظایف ور وسپارل شول او یادې ادارې به د خوړو او درملو ملي ادارې سره بشپړه همکاري کوي چې په نتیجه کې به یې قاچاق صفر ته راټیت شي.څه کم ۲ کاله وړاندې د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د سلواغې په میاشت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د یوې مستقلې ادارې په توګه پر کار پیل وکړ. سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *