افغانستانراپورونه

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې وياند عبدالمعيد((هاشمي)) : ګاونډيو هيوادونو د افغاني توکو د صادراتو کچه ډېره شوې

افغانستان له اقتصادي پلوه په نړيوالو اړيکو کې خپل ارزښت خپل کړی ، د هر هيواد استازي هڅه کوي،خپلمنځۍ سوداګريزې اړيکې له افغان حکومت سره جوړې کړي. افغانستان هم په دې وروستيو کې له خپلو ټولو ګاونډيو سره غوره سوداګريزې اړيکې لري. له همدې امله ګاونډيو هيوادونو ته د افغاني توکو د صادراتو کچه ډېره شوې، ځکه چې افغانستان د خورا ښه اقتصادي ظرفيت لرونکی دی او په ډېره لږه موده کې يې د ګاونډيو هيوادنو ترمنځ د تجارتي فضاء د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول تر سره کړ.
د هيواد ورځپاڼې خبريال په دې اړه د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې له وياند عبدالمعيد ((هاشمي)) سره مرکه کړې،چې خپرېږي.
پوښتنه : د نورو فابريکو ترڅنګ د پنبې فابريکو فعاليت څنګه دی؟
ځواب :په هيواد کې د پنځه زرو فابريکو تر څنګ د پنبې اويا فابريکې لرو،چې هرکال درې سوه ميليونه ډالر عوايد تر لاسه کوي او په يوه کال کې د درېيو سوو زرو ټنو پنبې د پروسس ظرفيت لري.په روان کال کې سل متريکه ټنه د پنبې تخم پر کروندګرو ووېشل شو،چې د د پنبې د توليد کچه پنځه سوو زرو ټنو ته لوړه شي.د فابريکو د ښه فعاليت لپاره دوې مياشتې وړاندې موږ د توليداتو په ملي غونډه کې د دې شاهدان وو،چې د پتروليم او کانونو وزارت مشري کورنيو پانګوالو ته د پنځلوسو کلونو لپاره د سبسايدي خبره مطرح کړه.له نېکه مرغه،چې په دې وروستيو کې د اسلامي امارت د مشرانو له خوا دا خبر هم خپور شو،چې د چين له جمهوريت سره د برېښنا د توليد يوه حرارتي فابريکه ،چې د ډبرو د سکرو په واسطه به برېښنا توليدوي ، د سمنګانو د دره صوف له کانه به يې سکاره برابرېږي،چې له دې لارې به له څلورسوو مېګاه واټه ډېره برېښنا توليد کړای شي. دا يو ښه اقدام دی،د افغانستان د صنايعو او کانونو خونه هم په دې اند ده،چې د هيواد د کورنيو توليداتو په وده او پرمختګ کې به ښه رول ولوبوي. همدا اوس د هيواد په ګڼو ولايتونو کې صنعت او فابريکې د برېښنا له ستونزو سره مخ دي. فابريکې د جنراتورونو په واسطه په حرکت راوستل کېږي.دغه برېښنا سوداګرو ته ډېره ګرانه ده. همدا لامل دی،چې زموږ سوداګر په نړيواله کچه سيالي نه شي کولی، خو د برېښنا د کمښت له امله د سوداګرو په وړاندې ستونزې پرتې دي.
پوښتنه: په ژمي کې له ازبيکستانه د وارداتي برېښنا په رالېږد کې ستونزې پيدا شوې وې،چې فابريکه لرونکي او نور وکړي يې اغېزمن کړي وو.دغه ستونزه حل شوه،که څنګه ؟
ځواب : مخکې له ژمي ازبيکستان افغانستان ته دوه سوه او پنځوس ميګاه واټه برېښنا ورکوله ،خو ازبيکستان ته د اوبو او برېښنا د وزير د سفر نه وروسته د دغه هيواد چارواکو ژمنه وکړه،چې دغه برېښنا به بېرته فعاله وساتي. هغه قراداد،چې د پخواني نظام او ازبيکستان ترمنځ لاسليک شوی و د قرارداد يوه ماده دا وه،چې ازبيکستان به خپله اضافي برېښنا پر افغانستان پلوري.اوس،چې سخت ژمی تير شوی او د برېښنا د کمښت ستونزه هم يوڅه حل شوې ازبيکستان خپله اضافي برېښنا په افغانستان باندي پلوري.ازبکستان لوري زموږ هيواد ته سل ميګاه واټه برېښنا ورکوله او دغه کچه اوس ډېره شوې ده،خو بيا هم د خلکو او فابريکو لپاره بسنه نه کوي.يوازې په کابل کې پنځه سوه ميګاه واټه برېښنا ته اړتيا ده،چې د خلکو او فابريکه لرونکو ستونزې پرې حل شي، نو د برېښنا د ستونزې د اوارولو لپاره د حرارتي برېښنا فابريکې جوړول ډېر ګټور اقدام دی. په دې شرط چې کار يې ژر پيل شي.د برېښنا په نه شتون کې افغانستان ته ډېر تاوان پېښيږي. له ډېزلو او پترولو کار اخيستل فابريکه لرونکو ته ډېره ګرانه ده او پيرونکي به هم د کورنيو توليداتو اخيستلو ته زړونه ښه نه کړي.
پوښتنه:له پاکستان سره سوداګري څنګه پرمخ درومي ؟
ځواب:د پاکستان د کراچۍ په ګمرکونو کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ديمرج لويه ستونزه ده،چې بايد لرې شي دغه هيواد له هر کانتينر څخ۴۰۰۰۰ کلدارې او افغانستان ۱۷۰۰۰ کلدارې اخلي.د پاکستان ګمرکونو په کراتو د اپتا له تړونه سرغړونې کړي دي.په دغه تړون کې راغلي،چې د دواړو هيوادونو بار لارۍ تر سرحدونو پورې بايد پرته له ستونزو د مقصد پر لور ولاړې شي.کله ناکله د تورخم بندر د ننه زموږ پر مالونو بار لاريو ته يوڅه ستونزې جوړېږي، دغه ستونزې بايد حل شي.سربېره پر دې هغه مالونه چې افغان سوداګر د سمندر له لارې د افغانستان په مقصد له پاکستان څخه راوړي د اپتا د تړون خلاف له سوداګرو تاجايي او کرايه اخيستل کېږي،نو ويلی شو،چې افغان سوداګر د وارداتو په برخه کې هم له ځينو ګمرکي ستونزو سره مخ دي.
پوښتنه: له ايران سره سوداګري څنګه پرمخ درومي؟
ځواب: له ايران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه شوې او صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي هلې ځلې کوي،چې له ياد هيواد سره د سوداګرۍ په کچه کې لوړوالی راشي؛خو ځينې ستونزې هم شته دي،چې بايد لرې کړای شي.
پوښتنه:اوس د پنبې فابريکو فعاليت څنګه دی؟
ځواب: د برېښنا کمښت او د حرارتي برېښنا د توليدي فابريکې جوړولو ته اړتيا ده . په هيواد کې د پنبې اويا فابريکې لرو،چې هرکال درې سوه ميليونه ډالره عوايد تر لاسه کوي او په يوه کال کې د درېيو سوو زرو ټنو پنبې د پروسس ظرفيت لري.په روان کال کې سل متريکه ټنه د پنبې تخم پر کروندګرو ووېشل شو،چې د پنبې د توليد کچه پنځو سوو زرو ټنو ته لوړه کړای شي.په دغو فابريکو کې تيل او کنجاړه توليدېږي، هغه پنبه،چې له افغانستانه پاکستان ته وړل کېږي، د دغه هيواد په ګمرکونوکې هم پرې موګېشن يا د قرنطين تخنيکي معاينې لګښت راځي.په دې برخه کې پاکستان لوري له افغانستان سره داسې تړون درلود،چې افغانستان دې موګېشن يا قرنطين وکړي.افغانستان هم د يوه خصوصي شرکت له لارې په بندرونو کې د موګېشن يا قرنطين عمليه د سپرې په شکل تر سره کړي.کله،چې افغان سوداګر پر خپلو بار لاريو د پنبې د سپرې عمليه ترسره کوي له پنځو ورځو وروسته افغاني بار پنبه د پاکستان بندرونو ته داخلېږي،خو دغه هيواد زموږ د قرنطين عمليه نه مني او هغوی د دويم ځل لپاره د موګېشن يا قرنطين عمليه ترسره کوي.په دې کار سره افغان سوداګرو ته دوه ډوله تاوانونه اړول کېږي .هغه دا،چې په پنبې بار لارۍ پنځه ورځې د افغانستان په خاوره کې ولاړې وي او همداسې پنځه ورځې د پاکستان په خاوره کې درول کېږي.په دې کار سره لس ورځې اضافي کرايه په افغان سوداګرو اړول کېږي.سربېره پر دې خپله پنبه لکه د پټرولو خاصيت لري او د اور اخيستلولپاره برابره ده.د دې امکان شته،چې پنبه په بندرونو کې اور واخلي او پراخه تباهي رامنځه ته کړي او همدرانګه دريم خطر دا دی،چې د قرنطين تست يا سپرې وهل ،اضافي چنجي وژني يا نور مضرشيان له پنبې ورکوي د دغې عمليې په تر سره کولو سره د پنبې او نورو مالونو کوالتي او کيفيت را ټيټېږي.همدغې ستونزې ته په کتو سره موږ د صنعت او سوداګرۍ له وزير سره غونډه لرله. سربېره پر دې نږدې يوه مياشت وړاندې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په وزارت کې د صنعتکارانو غوښتنه دا وه،چې د صنعت او سوداګرۍ پر وړاندې دې خنډ نه جوړېږي. د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان چارواکي دې د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره نورې خبرې هم وکړي.که چېرې پاکستان زموږ په خاوره کې د قرنطين بهير نه مني هغه دې په پاکستان کې تر سره کړي؛نو ويلی شو،چې له پاکستان سره د افغان سوداګرو په صادراتو او وارداتو کې يو څه ستونزې شته دي. همدا وجه ده،چې څه موده وړاندې افغان سوداګرو ګواښ وکړ،که چېرې پاکستان دوی ته سوداګريزې آسانتياوې برابرې نه کړي او خنډونه دوام و کړي د نورو هيوادونو له بندرونو به ګټه پورته کړي.
پوښتنه: د سوداګرو پر وړاندې څه ستونزې پرتې دي؟
ځواب: په افغانستان کې د ساړه ژمي او سړې هوا له امله نه يوازې ستونزې راولاړې شوې؛بلکې نړيوال اقتصادي بنديزونه هم لګول شوي وو.سربېره پر دې بانکي ستونزې،چې د پيسو لېږد او رالېږد يې ستونزمن کړی او همدارنګه د برېښنا نه شتون بله ستونزه وه،چې اوس هم يو څه دوام لري.اوس زموږ د صادراتو پر وړاندې هم ستونزې پرتې دي.کله،چې مېوې ثمر او حاصل ته ورسېږي بيا هغه پاکستان ته د صادرولو پرمهال د ورځو په تېرېدو سره خوسا کېږي؛ نو له ګاوڼديو زموږ هيله دا ده،چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او يو د بل په وړاندې د احترام فضاء غښتلې کړي. ((نوري))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *