راپورونه

ارزګان کې پانګوال: مسئولين دې د برښنا ستونزه حل کړي

ارزګان کې يو‌شمېر سوداګر وايي چې دغه ولايت کې د برښنا د نشتون له امله پانګه‌وال، پانګونې ته زړه نه ښه کوي.د دوي په وينا: که دې ولايت کې د برښنا ستونزه حل شي، پانګونه به زياته او خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي. د ارزګان يوه سوداګر محمدالله ځایی رسنيوته ويلي، چې دې ولايت کې د برښنا نشتون اړ کړي، ترڅو په لويه کچه پانګونه ونه‌شي کړاي.ده زياته کړې: (( د برښنا له خاطره موږ غټه پانګونه نشو کولاي په دې خاطر که، موږ پانګونه کولاي شواي، اوس به موږ يوه غټه فابريکه درلوداي په خپل ولایت کې او دا کوم ځوانان چې پر نشو اخته دي، دا به پر کار برابر شوي واي.))يو بل سوداګر امان‌الله هم وايي: ((دا چې موږ برښنا نه‌لرو ډېره، غټه ستونزه د برښنا ده، که موږ ته برښنا برابره شي، موږ به فابريکې ولرو توليد به وکړو هم نورو ولايتو ته هم په ځانګړې توګه ارزګان ته.))بله‌خوا د مرکز ترېنکوټ ښار د يو‌شمېر کارخونو څښتنان وايي: د برښنا نشتون يې د کار‌خونې چارې ټکنۍ کړي او په وينا يې، ګټه‌وټه يې په نشت حساب ده.دوي زياتوي ، چې د ورځې تر لس ساعته کار کوي ، چې د توليد لپاره کم او ډېر کاريګر نشي ګومارلي. د يوې کارخونې څښتن حضرت‌الله همت وايي: (( تقريباً دلته زموږ سره اتيا تنه کار کوي او د اتيا کورنيو رزق زموږ سره دي، نو دا چې پر موږ خرچې (مصرفونه) هم ډېر وي او برق هم نه‌وي پر موږ هم منفي اغېزه پريوزي.))د ارزګان محلي مسېئولين هم دغه ستونزې تائيدوي او وايي ، چې د اوس لپاره ښار ته ډيزلي برښنا ورکوي ، چې دولتي ادارو او ښار ته نږدې يو‌شمېر کورنۍ ورڅخه برخمنې دي.دوي ډاډ ورکوي چې نږدې راتلونکې کې به دې ولايت کې د برښنا درې سترې پروژې پلې کړي او ورسره د کارخونو او عامه خلکو د برښنا د نشتون ستونزه به هواره شي.د ارزګان د والي وياند احسان‌الله حماس وايي: (( عاليقدراميرالمؤمنين (حفظه الله) د برق موضوع چې له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، د ولايت لپاره هغه يې له نيکه‌مرغه منظوره کړې او د برق پروژه به د کجکي برښنا بند له‌خوا دې ولايت ته برق راځي او هم به د کندهار له لوري څخه.))ارزګان کې د برښنا د نشتون له امله دغه نيوکې داسې مهال دي چې د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار دا مهال يوازې ډېزلي برښنا لري، چې د يو کيلوواټ برښنا بيه، له ۲۸افغانۍ څخه تر ۴۰ افغانۍ پورې رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *