افغانستانخبرونهلوبه

راشد خان په شل اورېزو کرېکټ کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې

د افغانستان د کرېکټ د شل اوريزو لوبډلې لوبډل مشر راشد خان لا وړمه ورځ د افريقا په سوداګريز ليګ کې په څلورو اورونو کې د ۱۶ منډو په ورکولو درې لوبغاړي وسوځول او په دې سره يې په په شل اوريزو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړېنوموړي پرخپله فيسبوک پاڼه د ۵۰۰ وېکټو په پوره کېدو خوښي ښودلي او ويلي يې دي، چې هڅه کوي په هر ځای کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.نوموړي ته ګڼ شمېر افغان او بهرنيو لوبغاړو، د افغانستان کرېکټ بورډ او کرېکټ مبصرينو د دغو وېکټو د پوره کېدو مبارکې ورکړې.افغان لوبغاړي راشد خان په ۳۷۱ لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې دي.تر ده وړاندې بيا د وېسټ انډيز پخواني لوبډل‌مشر ډوېن براوو ۵۰۰ وېکټې اخيستې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *