
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په غير دولتي موسسو کې د ښځو د کار بنديز په اړه په تازه څرګندونو کې ويلي ،چې په دغو ادارو کې د ښځو پر کار بنديز د شريعت حکم دی.نوموړي له بي بي سي سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي، چې نارينه او ښځينه دواړه د کار کولو حق لري، خو هغه بايد د شريعت مطابق وي.د مجاهد په خبره، ښځې بايد په بهرنيو موسسو کې کار ونه کړي، ځکه تمويلوونکي يې بهرني ډونران دي او هغوی د اسلامي اصولو په پلي کېدو نه پوهېږي.د اسلامي امارت وياند همدارنګه وايي، چې که موسسې مېرمنو ته بېلې څانګې برابرې او شرعي اصول رعايت کړي، په هغه صورت کې يې کار کول ستونزه نه لري.د ده په وينا: اوس هم په استثنايي حالاتو او هغو ځايونو کې ،چې مېرمنو ته اړتيا ده، ښځينه هم کار کوي.د يادولو وړ ده ،چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ډېرو دولتي ادارو کې هم مېرمنې له کار کولو منع شوې او معاشونه يې په کورونو کې ورکول کېږي، خو په هغو ځايونو کې چې هلته مېرمنو ته ډېره اړتيا ده، اوس هم مېرمنې په دندو بوختې دي.