
د افغانستان اسلامي امارت وايي، چې د مسکو فارمټ په ناسته کې به د بهرنيو چارو د سرپرست وزير په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي . ياده ناسته د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۹مه نېټه په روسيه کې جوړيږي.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د بهرنيو چارو د سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ پلاوي به په دې ناسته کې د غونډې ګډوانوالو ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړي او پر سيمه ييزو همکاريو به هم خبرې وشي: (( دوی به د افغانستان د وضعيت په اړه وضاحت ورکړي، همداراز هلته به د سيمه ييز اتصال، همغږۍاو د اقتصادي راکړې ورکړې د پياوړتيا په اړه به له ګډونوالو هيوادونوسره خبرې وکړي، د هغوی نظرونه به هم واوري او همکاري به راجلب کړي.))د چارو کارپوهان له نړيوالو سره هر ډول ناستې او ملاقاتونه د افغانستان په ګټه بولي او وايي ، چې افغانستان بايد په داسې ناستو کې هغوی ته قناعت ورکړي.د سياسي چارو شنونکی سيداکبر سيال وايي: اسلامي امارت به هڅه وکړي چې له نړيوالو سره په ليدنو کې خپلې غوښتنې ترلاسه او تعاملات رسمي کړي: (( پر هغو مواردو به دوی بحث او تمرکز کوي، کوم چې تر اوسه نه دي حل شوي، ترڅو دوی وکولای شي له دغې ناستې خپلې غوښتنې ترلاسه کړي او په راتلونکي کې له ټولو هېوادونو سره رسمي تعاملات ولري.))د سياسي او نړيوالو چارو بل شنونکی معين ګل څمکنی وايي: (( هره کتنه چې د افغانستان په اړه وي، هغه به مثبتې پايلې ولري، ځکه د افغانستان په اړه ده، اسلامي امارت بايد له روسانو څخه په سياسي، سوداګريزو او فرهنګي برخو کې همکاري وغواړي، که وکولای شي، چې د چين په څېر يوه نوې فضا رامنځته کړي. دا به له ټولو ښه وي، خو بيا هم ليده کاته مثمر وي چې په هره کچه وي.)) د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يادې ناستې د اجنډا په اړه ويلي ،چې د دغې ناستې ګډونوال به د افغانستان د اوسني وضعيت، د افغانانو تر منځ د خبرو ، له کلونو جګړې وروسته د افغانستان د بيارغونې او د سيمې هيوادونو د امنيت د تضمين په تړاو هم خبرې وکړي.