
د نيمروز ولايت مقام د دفتر د رئيس قاري وکيل احمد ((حقيار)) له لورې په دلارام او خاشرود ولسواليو کې د پاکو اوبو څلور پروژې پداسې حال کې چې د کليو پراختيا او بيارغونې، اقتصاد او عامې روغتيا رئيسانو او د يادې ولسوالۍ سپين ږيرو هم حضور درلود؛ د پټۍ په پريکولو کولو سره پرانيستل شوې.د نيمروز د کليو پراختيا او بيارغونې رئيس ملا محمدحق ((بشير)) د يادو پروژو د پرانيستلو پر تړاو وويل، چې په خاشرود او دلارام ولسواليو کې د ٢٣٠ زره ډالرو په لګښت د پاکو اوبو څلور پروژې پيل شوې.ښاغلي بشېر زياته کړه، يادې پروژې د (ORCD) له خوا او د (UNDP) موسسې په مالي مرستې او د همدې ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په همغږۍ پيل شوې.په ورته مهال د خاشرود او دلارام ولسواليو اوسېدونکو د پاکو اوبو د پروژو د پرانيستلو په موخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د يادو پروژو پرانيستل به د پاکو اوبو ستونزې حل او ورته پروژې يې مهم ياد کړل.