افغانستانخبرونه

د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې ۳۰۰ سرتېرو مسلکی زده کړې بشپړې کړي

ملي دفاع وزارت وايي، چې د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې د لومړۍ لوا څخه ۳۰۰ سرتېري له درې مياشتو نظامي، مسلکي او عقيدتي زده کړو وروسته پرون د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.د دغه وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو سرتېرو د فراغت غونډه کې لوي درستيز قاري فصيح الدين فطرت، د بدخشان والي مولوي امان الدين منصور، نظامي او ملکي چارواکو، ديني عالمانو او ګڼ شمېر مجاهدينو برخه اخيستې وه.
په دغه غونډه کې لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت وويل، چې د ملي اردو ځواکونه د دغه مقدسې خاورې ساتونکي دي او نه بايد يوه شېبه هم په خپلو دندو کې غفلت وکړي.
هغه همدا راز زياته کړه:د مجاهد دنده دا نه ده، چې د مقام، ژبې او توکم له مخې خدمت وکړي، بلکې د هغوی انګېزه بايد د اسلام د سپېڅلي دين خپرول او له قومي تبعيض پرته د خپل وطن د خلکو خدمت وي.ورته مهال د بدخشان والي مولوي امان الدين منصور په دې غونډه کې وويل، چې زموږ نظامي مسئولين بايد ښوونې او روزنې ته لومړيتوب ورکړي، ترڅو وکولای شو د دښمنانو پر وړاندې يوه قوي ملي اردو جوړه کړو.د دغو سرتېرو د فراغت مراسم د فارغ شويو سرتېرو له لوري په نظامي نمايشونو سره پای ته ورسېدل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *