
د ماليي وزارت د مسئولينود څرګندونو له مخې: دې وزارت ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې جوړولو لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو وړا نديزونه راټول کړي او کابيني ته به يې د تائيد لپاره وړاندې کړي.د ماليي وزارت وايي، چې دغه بودجه به د روان کال د بودجې پر پرتله زياته وي.سرچينې زياته کړې، چې د راتلونکي کال لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو اړتياوې او وړانديزونه د ماليي وزارت ته رارسيدلي دي. د ماليي وزارت هم د خپلو عوايدو پر بنسټ هغو پروژو ته لومړيتوب ورکړي، چې اړينې دي او ولس ورته زياته اړتيا لري.د ماليې وزارت وياند احمد ولي حمقل وايي: د راتلونکي کال د بودیجې جوړولو بهير روان دی؛ دولتي ادارو د خپلو پروګرامونو د پلي کولو وړانديزونه کړي، چې له ارزونې وروسته د بودجې رياست ته استول کېږي. موږ د خپلو عوايدو پر بنسټ ورته بودجه په نظر کې نيسو. زموږ بودیجه ټوله له کورنيو عوايدو څخه تمويل کېږي، چې د روان کال په پرتله به زياته وي.نوموړي زياته کړې: د هېواد د صادراتو اوعوايدو د راټولولو په بهير کې د پام وړ زياتوالی راغلی؛ ځکه، چې له سيمي او ګاونډ يوهېوادونو سره مو د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره هڅې زياتې کړي او د خصوصي سکتور د فعاليتونو د آسانتياوو د را منځته کولو لپاره به هڅې نورې هم چټکې کړي.د ماليي وزارت وياند احمد ولي حقمل دا هم ويلي، چې د روان کال په لومړيو مياشتو کې مو له يو ميليارد دالرو زيات صادرات کړي، چې د هېواد په تاريخ کې دومره نه وو شوي او دا بهير اوس هم په منظم ډول پرمخ روان ساتل شوي دي.