
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، ياده مرسته د (UNHCR) ادارې له لورې ترسره شوه، چې ورسره به د خلکو د برېښنا د نشتوالي ستونزه تر يوې اندازې حل شي.ويل شوي، چې د يادو کورنيو سروې مخکې د اسلامي امارت د کډوالو چارو رياست کړې وه.له دغې سروې څخه وروسته ، هرې کورنۍ ته د لمريزې برېښنا دوه دوه تختې سره د وسايلو ووېشل شوې.