
د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت په خپله ايکس ټولنيزه پاڼه کې ليکلي ،چې د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت معين عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکيې د سفارت له قونسل الپ ارسلان بورا سره په کتنه کې وويلي، چې په ترکيه کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره اړينه ده، چې په ترکيه کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يو داسې ميکانيزم او کړنلاره جوړه شي، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د تفاهم په برخه کې چمتو او وکارول شي.د کډوالو په چارو کې د دولت وزير د ترکيې د همکاريو د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: په ترکيه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په خاطر بايد يو داسې ميکانيزم او کړنلاره جوړه شي ،چې د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم له مخې چمتو او وکارول شي. چې کډوال په عزت او درنښت د هويت اسناد بيرته وسپاري او په دې اړه د ملګرو ملتونو او مرستندويه ادارو سره خبرې وکړي ،ترڅو په دې برخه کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ترکيې د سفارت سلاکار عبدالله ديندار هم وويل، چې موږ په ترکيه کې د مېشتو افغان کډوالو سره دوستانه او ورورګلوۍ اړيکې لرو.ده زياته کړه: له ترکيې څخه څه باندې ۶۰۰ افغانان چې د هويت او اړينو اسنادو له نشتوالي سره مخ دي افغانستان ته د ستنېدو غوښتونکي دي او په دې برخه کې د افغان حکومت د همکارۍ غوښتونکي دي او د کډوالو چارو وزارت ترمنځ د ارتباطي سيستم د رامنځته کېدو غوښتونکي شو.