خبرونه

د کډوالوچارو وزارت : مرستې دې له دې وزارت سره په همغږۍ ووېشل شي

له تېر شاوخوا يوه نيم کال راهيسې نړيوال له افغانانو سره بشري مرستې کوي، خو هر څومره مرستې چې ډېرېږي، په همغه اندازه نړيوال په افغانستان کې روان بحراني وضعيت د اندېښنې وړ بولي او د بېوزلۍ شمېرې لوړې اعلانوي.تازه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير له مرستندويه بنسټونو غوښتي چې ټولې بشري مرستې بايد له دوي سره په همغږۍ تر سره شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني د مرکزي او ولايتي رياستو نو د ستراتېژيکې همغږۍ په غونډه کې ټينګار وکړ، چې مرستندويه بنسټونه بايد د مرستو د وېش او سروې بهير د مهاجرينو چارو وزارت له استازو او د تر سره شويو مرستو لېست له دغه وزارت سره شريک کړي.ده زياته کړه: د کورنيو د سروې او پر هغوی د مرستو له وېشلو مخکې بايد مرستندويه ادارې د مرستو اندازه له وزارت سره شريکه کړي او د مرستو د اندازې له مخې، بايد د کورنيو سروې تر سره او مستحقې کورنۍ په نښه شي، چې په خپل سر او د وزارت له همغږۍ پرته به د مرستو وېش او ځينو کورنيو ته د مرستو نه وېشل د شخړو او شکونو لامل شي.په همدې حال کې د اقتصادي کارپوه حبيب الله عمار وايي: نړيوال چې د ميلياردونو ډالرو بشري مرستو خبره کوي، د دغو لويه سلنه په خپله بېرته همدغه مرسته کوونکي او د مرستو وېشونکي بنسټونه وړي: (( ډېره سلنه يې بېرته د مرستندويه بنسټونو دفتري لګښتونو، د موټرونو تېلو، د کارکوونکو معاشونو او داسې نورو باندې لګيږي، دويم قدم کې بيا يوه اندازه يې د کورنيو انجوګانو او بنسټونو په لګښتونو، معاشونو او دفتري چارو لګول کېږي، نو ډېره کمه اندازه يې اړمنو او کليوالو کسانو ته رسېږي چې د هغوی هېڅ درد نه شي دوا کولای.))
حبيب الله عمار ټينګار کوي ،چې که دغه بشري مرستې د کاري زمينو په رامنځته کولو ولګول شي، هم به د هېواد د پرمختګ لپاره کار شوي وي او هم به افغانان له دې لارې اوږد مهاله عوايد ولري: (( دغه کمه سلنه يې هم که داسې وېشل شوې وای، چې په بدل کې يې له خلکو کار غوښتل شواس وای، لکه د کابل ښاروالۍ، اوبو او برېښنا وزارت، کليو د پراختيا وزارت او نورو داسې بنسټونو له خوا پرې خلکو ته کاري زمينې برابرې شوې وای، دا به هم د خلکو هم د هېواد په ګټه وي.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *