افغانستانخبرونه

د کوکنارو پر کرولو تر بنديز وروسته بزګرانو بديلو کښتونو ته مخه کړې

په کندهار کې د کوکنارو پر کرولو تر بنديز وروسته بزګرانو پر بديلو کښتونو تکيه زياته کړي، چې له جملې يې يو شمېر بزګرانو د انجي کرلو ته مخه کړې.کندهار کې د کروندګرو د انجې کرکيلې ته ليوالتيا زياته شوې، چې له امله يي اوس د ودی په حال ده.انجه، هنګ يا انغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده، چې په دې وروستيو کلونو په هېواد کې کرکېلې وده کړې ده.انجه تر کرلو وروسته پر درېيم کال حاصل ورکوي.حاجي نورالله د انجې بوټي کرلي وايي: په کندهار کې د انجې بوټي له آب هوا سره برابر او حاصلاتو به يې د دوی له اقتصاد سره مرسته وکړي.د ده په خبره انجه د نورو کښتونو په پرتله کمه خوارې غواړي، خو حاصلات يې زيات دي.((دا ډېري اوبه نه غواړي سږکال انشاالله حاصل ورکوي موږ دا درې کاله مخکي کرلې يو کيلو يې د يو نيم سل ډالره څخه تر درې سوه ډالره پوري خرڅيږي)) دا مهال په کندهار ښار او دامان ولسوالۍ کې پر ۷ جريبه ځمکه انجه کرل شوې.د کندهار د کرني رياست د کرنيزو محصولاتو آمر شمس الرحمن موسی وايي: تازه د کندهار ښار په مرکز او ځينو هغه ولسواليو کې ،چې وړاندي پکې نشه يې توکي کرل کېدل د انجې کښتونه کېدونکي دي. ((پلان لرو چې انجه په غرونو او يو شمېر دښتونو کې د انجي تخمونه وکرو او بزګرانو ته يې هم ورکړو))د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسئولين وايي: د انجې بيه لوړه او نړيوالو مارکېټونو کې يې غوښتنه زياته ده.ددغه خوني مرستيال عبدالباقي بېنا وايي: دوی سږ کال ۱۵۰ کيلو د انجې شېره پلازميني کابل ته لېږلې، چې له ارزوني وروسته به يې پايلي له کروندګرو او سوداګرو سره شريکي شي.(( څو ورځي مخکي موږ ۱۵۰ کيلو مو کابل ته استولې چې نتيجه به يې ډېر ژر معلومه شي )) انجه يو طبي بوټي دى چې د درملو او په يو شمېر نورو توکو په جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کېږي او د کورني بازار تر څنګ نړيوالوالو بازارونو کې هم په لوړه قيمت پلورل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *