افغانستانخبرونه

د کوچني اختر په مناسبت د څرخي پله زندان څخه ۴۰۶ تنه بنديان آزاد شول

هيواد:  د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د امير المؤمنين (حفظه الله) د ځانګړي فرمان په اساس د څرخي پله زندان څخه ۴۰۶ بنديان خوشې شول. ياد بنديان چې په راز راز کوچنيو جرمونو کې يې لاس در لوده، پرون خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.  يادو بنديانو کې ۳۳۸ نارينه، ۴۰ ښځينه د ۲۸ ماشومان په ګډون په فرمان کې راغلي وو،چې له خپلو کورنيو سره يو ځای شول.قاري عبدالله همدرد د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست وويل: د فرمان له مخې هغه بنديان خوشي شول، کوم چې پر خپلو کړنو پښېمانه وو، د هېچا د حبس موده نه وه پوره، ولې موږ د امير المؤمنين د شفقت او مهربانۍ له مخې، د کوچني اختر په مناسبت خوشې کړل.همدرد زياته کړه: دا بنديان دې خپلو دوستانو ته نصيحت وکړي ، تر څو جرم ونه کړي او د خپلو ناوړه کړنو له امله زندانونو ته وانه چول شي. نوموړی زياته کړه: اوس وخت کې زندانونه د اصلاح، مدرسې او د تعليم پر ځايونو بدل شوی دي، دوی ته په زندان کې راز راز زده کړې ور کول کېږي ، تر څو په راتلونکي کې له جرم څخه لاس په سر شي او خپلو کارونو ته مخه وکړي.د همدرد په وينا: کورنۍ دې خپل اولادونه د شريعت پر اصولو وروزي تر څو غير قانوني او د شريعت خلاف کارونه ترسره نه کړي او زندانونو ته رانه وستل شي. ده همداشان وويل: د ډېرو خلکو په وينا په زندانونو کې خلک ربړول کېږي؛ خو که چېرته دا خبره چا ثابته کړه، موږ به هغه خلک عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارو تر څو ور سره قانوني چلند وشي، دوی دې راشي او زندانونه دې وګوري چې دلته له دوی سره څه ډول رويه کېږي، که بيا هم شک لري، نو دا بنديان چې آزاد شوي، له هغوی څخه دې د زندان له انګړه بهر پوښتنه وکړي او د دوی حال دې ترې وپوښتي چې زندان کې څه ډول چلند ور سره شوی دی او بيا په خپله بنديان هم د شکايت حق لري او کولای شي  که چا ور سره ظلم کړی وي، شکايت ترې وکړي.عبدالله حقيق له قضايي او عدلي ارګانونو سره د اړيکو مسئول وويل:  موږ نه غواړو د چا د ازار او اذيت سبب شو، دوی دي چې خپلو ناوړه او د قانون خلاف کړنو بند خونو ته راوستلي وو او اوس له خپلو کړنو د پښېمانتيا ښودلو په صورت کې فرمان کې راغلل او خوشې شول. حقيق زياته کړه: دغه کسان چې بنديان وو او نن خوشې شول، دوی دې خپلو دوستانو ته د زندان کيسې وکړي او له ناوړه لارو څخه  دې ايسار کړي، ځکه زندان د شريعت خلاف تر سره کوونکو خلکو ځای دی.نوموړي وويل: د داسې وخت په تمه يو، چې ټول زندانونه دې خالي او هېڅ افغان دې بندي ونه اوسي.مولوي عبدالولي محمود د سترې محکمې د تفتيش رياست مرستيال وويل: نن چې کوم بنديان خوشې کېږې، دوی ټول د يو جرم پر اساس راوړل شوي دي چې له هغې مخې، غلا، اخلاقي فساد او نورو کړنو کې لاس درلودل وو. دوی دې خپل کارونه د شريعت او قانون په رڼا کې پر مخ  بوزي تر څو زندان ته رانشي، ځکه د دويم ځل لپاره د مجرم جرم نه بخښل کېږي.لوی پاسوال قاري حبيب الله بدر د زندانونو چارو د سمون ادارې او نظامي معاون وويل: موږ ټول بايد له هغو کارونو څخه لرې شو، کوم چې د دين او شريعت خلاف وي.دلته بنديانو ته د حرفوي زده کړو تر څنګ نور ښوونيز پروګرامونه هم تدريس کېږي چې دوی د خوشې کېدلو په صورت کې وکولای شي په ټولنه کې خپل کارونه پر مخ بوزي.

زيارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *