افغانستانخبرونه

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍکې د اوبو رسولو ۳ شبکې جوړې شوې

د کليود بيارغونې او پراختيا وزارت د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۳ شبکو د جوړولو خبر ورکړی دی.دغه وزارت ويلي، چې يادې شبکې د (USAID) دفتر په مالي مرسته د سرکاڼو ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کې د ۱۶۵ زره امريکايې ډالرو په لګښت  بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.سرچينې همدارنګه زياته کړې، چې په دغو شبکو کې د اوبو د  دريوو زېرمو جوړول، د دريوو ژورو څاګانو کيندل، د ۸۰ نل ليکو نښلول او د ۹ زره  مترو په اوږدوالي د پايپ غځول شامل دي.د يادو شبکو په بشپړېدو سره د نوموړې ولسوالۍ ۱۰۰۰ کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي پيدا کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *