
د اماراتو علماوو له پلاوي سره د هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو خبرې وکړې، په دغې ناسته کې دواړو لورو د دبۍ او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په پراخېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې افغانستان د امنيت او اقتصاد په برخه کې غوره لاسته راوړنې لري همدارنګه خليفه صېب د اماراتو له لوري اسلامي امارت ته د دُبۍ قنسلګرۍ د سپارلو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه: افغانستان سره تعامل د ګاونډيو، سيمې او ټولې نړۍ ته په ګټه دي.هغوي چې غواړي افغانستان متروکه جزيره شي، تېروتنه کوي، ځکه چې افغانستان څښتن لري او مونږ يې هغې ورځې ته نه پرېږدو ،چې زموږ هېواد دې بيا ځلي له پامه وغورځي.
د کورنيو چارو وزير زياته کړه: د افغانستان اوسنى اسلامي نظام له اقتصادي پلوه په خپلو کورنيو عايداتي سرچينو چلېږي او دا په داسې حال کې ده چې د مخدره توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلى ده او په دغې برخه کې مبارزه روانه ده.تر څنګ يې خليفه صېب وويل، چې موږ له نړۍ سره د غوره اړيکو غوښتونکي يو او په دې برخه کې مو مثبت ګامونه هم اخيستي،افغانستان د نړۍ يوه ستراتېژيکه کتله ده او نړۍ بايد د افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پاليسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سيمې په تاوان تمامېږي.
ښاغلي عمر حبتور الدرعي وويل: اوږد مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو تر څنګ ځينې نورې ستونزې هم شته چې مونز يې هواري ته سترګې په لاره يو.
ښاغلي عمر زياته کړه: افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې چې موږکوم مثبت پيغامونه وليدل هغه به تر نوري نړۍ پوري هم رسوو.ياد پلاوي د کورنيو چارو وزير ته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاري ډاډ ورکړ او د افغانانو لاس نيوي يې خپل أخلاقي مکلفيت وګاڼه.
خليفه صېب ياد پلاوي ته د نجونو د تعليم په اړه وويل: د اسلام مقدس دين شرعي تعليم پرنارينه او ښځينه مسلمان باندې فرض كړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دي. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم لګېدلي بندېزونه دايمي نه دي.