
د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني د مصر، سوډان او فلسطين د مخکښو عالمانو له يو پلاوي سره وکتل. يادو عالمانو د جهادي مبارزې د بريا ستاينه وکړه او دا يې يوه حيرانوونکې حماسه ياده کړه او د دې بريا د دوام لپاره يې ملي يووالی مهم وګاڼه.يادو ديني عالمانو له اسلامي نظام څخه خپل هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ او دا يې خپل اسلامي مسئوليت وګاڼه.په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي نړۍ پر يووالي ټينګار وکړ او د دې لويې مبارزې د بريا اساسي لامل يې وحدت، اطاعت او صداقت وباله.نوموړي همدارنګه د يادو عالمانو له معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ له هغوی وغوښتل چې د دردېدلي افغانستان غږ خپلو هېوادونو او نړۍ ته په رښتينې معنی ورسوي؛ ترڅو هر لوری تر خپلې وسې د افغانستان ملاتړ وکړي.د يو بل خبر له مخې: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمجيد آخند د مصر، ليبيا، سوډان او فلسطين هېوادونو له ديني عالمانو سره وکتل. سرپرست وزير په دغې کتنه کې د يتيمانو او معلوليت لرونکو وګړو په وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې او له راغلي پلاوي څخه يې وغوښتل تر څو د دې مظلوم قشر غږ نړيوالو ته ورسوي.په دې ليدنه کې ياد پلاوي د ټولې نړۍ مسلمانان سره وروڼه وبلل او د يتيمانو او معلولينو لاسنيوي او له هغوی سره مرسته کول يې د ټولو ګډ مسئوليت وباله.ياد پلاوي همدارنګه ژمنه وکړه، چې له يتيمانو او معلولينو سره د مرستې غږ به نړيوالو ته ورسوي.