
د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت مسئولين وايي: له هېواده بهر د نشهيي توکو قاچاق د پام وړ کموالی موندلی دی.له نشهيي توکو سره د مبارزې معينيت مسئولين زياتوي: اوس له کم شمېر ولايتونو څخه بهر ته نشهيي توکي قاچاقېږي.د دې معينيت د دفتر رئيس وايي: لا تر اوسه نږدې ۴ نيم زره کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.له نشهيي توکو سره د مبارزې معينيت د دفتر رئيس حسيب الله احمدي وايي: (( د هېواد له فتحې څخه را په دې خوا اسلامي امارت دې ته ځانګړې پاملرنه لري، د پخوا په پرتله دغه کچه اوس ډېره کمه شوې ده، ځکه ما مخکې تاسو سره ارقام شريک کړل ،چې د دې معينيت د ارزونو په نتيجه کې ۳۵۳۶ عمليات تر سره شوي.))د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معينيت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راوروسته په هېواد کې د کوکنارو د کرکېلې د له منځه وړلو په موخه څه باندې ۳نيم زره عملياته ترسره شوي او همداراز د نشه يي توکو ۱۳۴ کارخونې هم له منځه وړل شوي دي.