افغانستانخبرونه

د کورنيو چارو وزارت: په هېواد کې به هېچا ته د کوکنارو د کښت اجازه ورنه کړو

د کورنيو چارو وزارت ويلي: د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هېچا ته يې د کښت اجازه نه ورکول کېږي.کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وايي: د کوکنارو له کرکيلې مخنيوی له نشه‌يي توکو سره د مبارزې يوه برخه ده.ښاغلي ټکور په‌دې اړه وايي: ((د کورنيو چارو وزارت د مخدرو توکو د کښت، قاچاق او استعمال په برخه کې لکه څنګه ،چې د يو کال په اوږدو کې په جديت سره مبارزه کړې ده همدارنګه په راتلونکي کې هم ژمن دي، چې د دې شومې پديدې مخنيوی په کلکه سره وکړي.))د کوکنارو د کرکيلې د ممنوعيت د فرمان له صادرېدو سره سم، په هلمند کې يو شمېر کروندګر وايي، د کوکنارو د بديل کښت په توګه په دغه ولايت کې د پنبې کرنه عامه شوې ده.کروندګر راز محمد وايي: ((پروسږ کال په ځينو سيمو کې ترياک کرل شوي وو، خو سږ کال په هلمند کې هېچا کوکنار نه ‌دي کرلي، ځکه حکومت بند کړي دي.))د عطا محمد په نامه يو بل کروندګر وايي: ((ترياک چې بند شوي، پنبه يې په اته سوه روپۍ کړه، لس ورځې مخکې په زر روپۍ وه، اوس په اته سوه ده.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *