
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت پرون (په افغانستان، سيمه او نړۍ د نشه يي توکو اغېز او پر وړاندې مبارزه) تر عنوان لاندې د يو پراخ بحث او خبرو کوربه وو.په دغه غونډه کې، چې د پلازمينې کابل په انټرکانټنينټل هوټل کې جوړه شوې وه، د کورنيو چارو وزارت پر مسئولينو سربېره پکې د ګڼو وزارتونو مرستيالانو او استازو برخه اخيستې وه.د غونډې ګډونوالو له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو او د مخنيوي پر لارو چارو بحثونه وکړل.د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال: اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه خپل ديني او ملي مسئوليت ګڼي، او په هېواد کې د دغه شومې پديدې تر له منځه تللو پورې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري په دغه غونډه کې وويل ،چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د ميلياردونو ډالرو په مصرفېدو سره سره له نشه يي توکو سره دومره مبارزه نه وه شوې، لکه اسلامي امارت چې په تېرو ۱۸مياشتو کې تر سره کړه.نوموړي زياته کړه، چې نشه يي توکي د ټول انسانيت لپاره ګواښ دي، اسلامي امارت په دې برخه کې د پام وړ کار کړی اوس بايد نړيواله ټولنه په دې برخه کې ګام اوچت او د بديل کښت بزګرانو د لاسنيوي په برخه کې مرسته وکړي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي په دغه غونډه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه بېساري وبلل او له رسنيو څخه يې ګيله وکړه، چې د يادو لاسته راوړنو او پرمختګونو په خبري پوښښ کې يې د پام وړ همکاري نه ده کړې.فراهي له ټولو رسنيو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل رسالت په سمه توګه ادا او د افغانستان ريښتيني انځور نړۍ ته وړاندې کړي.د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت بيا په دغه غونډه کې په نړيوالې ټولنې نيوکه وکړه، چې په اسلامي امارت بې ځايه تورونه لګوي او په حقايقو سترګې پټوي.د ياد وزارت د شکايتونو اورېدو رئيس مفتي عبدالحميد حماد وويل ،چې نړۍ بايد د بشپړ امنيت او له نشه توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو باندې سترګې پټې نکړي.نوموړي همدارنګه وويل ،چې په نشه يي توکو د زرګونو روږدو کسانو راټولول او درملنه د بشر حقونو ته د اسلامي امارت د ژمنتيا او درناوي تر ټولو ښه او ستره بېلګه ده.په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي باز محمد وويل، چې ياد وزارت د کوکنارو د بديل کښت په توګه ګڼو بزګرانو ته د زعفرانو او هنجې تخمونه وېشلي او د کرکيلې په اړه يې پوهاي ورکړی دی.د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت مسئولينو په ياده غونډه کې وويل، چې د نشه يي توکو د مخنيوي په تړاو د عاليقدر اميرالمومنين تر حکم ورسته يې تر دې دمه د يادو توکو ۵۴۷۵ تنه قاچاق وړونکي او کاروباريان تر نيولو وروسته محکمې ته سپارل شوي، ۷۵۹ ټنه نشه يي توکي نيول شوي، په ۱۹۷۳ هکټاره ځمکه کرل شوي نشه يي توکي له منځه وړل شوي او ۸۲۹۵۴ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شوي دي.