
د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي: اوس مهال په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کر کېلې، پېر او پلور بنديز لګېدلي او هېچا ته به د يادو توکو د کښت او لېږد اجازه ورنه کړي.د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال ملاعبدالحق اخند ننګرهار ته په خپل سفر کې له ځايي مسئولينو غوښتي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.په همدې حال کې ځايي مسئولينو ډاډ ورکړی، چې دوی د نشهيي توکو د له منځه وړلو په برخه کې هر ډول اقداماتو ته چمتو دي.دا په داسې حال کې ده چې لا ړومه ورځ هم په غور، فراه، لغمان او زابل ولايتونو کې ۳۵ جريبه کرل شوي کوکنار د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د منسوبينو له خوا اړول شوي وو.